ترينکوټ (پژواک، ۱۴ کب ۹۸): د اروزګان د مرکز ترينکوټ اړوند سيمه کې د وسله والو طالبانو په يوه بريد کې ١٤ پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
يوې باوري امنيتي سرچينې د کب په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه بريد تېره شپه د ترينکوټ ښار ختيځ لور ته د نچين سيمې پر امنيتي کمربند وشو.
يادې سرچينې وويل، په دې جګړه کې چې څو ساعته يې دوام وکړ، اته پوليس وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.
يادې سرچينې وويل چې په دې نښته کې څوارلس وسله وال طالبان هم وژل شوي او ګڼ نور ټپيان شوي دي.
د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي په دغه بريد کې ګڼو پولیسو ته د مرګ ژوبلې اوښتو او وسایطو د له منځه تلو خبر ورکوي.
د اورکم له پای وروسته په ترينکوټ کې دا لومړی برید دى چې دواړو خواوو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکول کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن