کندوز ښار (پژواک، ١٩ کب ٩٨): کندوز کې په تېره يوه مياشت کې د دولت یو رييس او دوه سوداګر تښتول شوي چې له امله يې د دغه ولايت اوسېدونکي سخت اندېښمن دي او وايي چې د اختطاف له وېرې خپل ماشومان ښوونځيو ته نه شي استولى.
خو بل لور ته د کندوز امنيتي مسوولين بيا وايي چې د انسان تښتونې د مخنيوي لپاره يې اړين تدابير نيولي دي.
د اړوندې موضوع په اړه د کندوز ولايتي شورا مرستيال صفي الله اميري د کب په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې د انسان تښتونې او ترور پېښې ډېرې شوې دي.
هغه وايي: ((په تېره يوه مياشت کې درې کسان چې يو په کې د کندوز کې د سينديزې حوزې رييس دى او دوه سوداګر دي تښتول شوي، دوه کسه د ښار په منځ کې وژل شوي، دا موږ ته لويه اندېښنه ده.))
د نوموړي په وينا، د همدې جنايي جرمونو د ډېروالي له امله ډېرى خلک اوس خپل ماشومان ښوونځيو ته د زده کړو لپاره نه ور لېږي.
په ورته وخت کې د کندوز ولايتي شورا غړي خليل قاري زاده هم پژواک ته وويل چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې د انسان تښتونې پېښې ډېرې شوي دي.
دى زياتوي: ((په ټوله کې په کندوز ښار کې وضعيت ښه نه دى، اختطاف، وسله والې غلاوې او وژنې په کې ترسره کيږي، اړوند مسوولين يې بايد مخه ونيسي.))
د نوموړي په وينا، د دغه ولايت اوسېدونکو د جنايي جرمونو د ډېروالي په اړه څو ځلې ولايتي شورا ته شکايتونه کړي او شورا هم د خلکو شکايتونه له اړوندو مسوولينو سره شريک کړي دي.
بل لور ته د کندوز اوسېدونکي هم په دې اړه جدي اندېښنې لري.
د کندوز ښار اوسيدونکي سيد حبيب الله پژواک ته وويل: ((وسله وال مخالفين د ښار څنډو ته رسيدلي دي، هره شېبه د اختطاف امکان هم شته دى، هغه کسان چې لږ پېسې لري خپل ماشومان ښوونځيو ته نه استوي.))
همدارنګه يوه سوداګر ضياالحق پژواک ته وويل چې د اختطاف له وېرې نه شي کولاى خپل ماشومان ښوونځي ته واستوي.
ده زياته کړه: ((ماشومانو ته په کور کې معلم نيولى دى، بېرون ته يې خو يې نه ليږلى ځکه تښتوي او بيا پېسې غواړي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن