منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۴۵ غ.و
۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

کندوز کې انسان تښتونو خلک اندېښمن کړي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۲۷ کتنې

کندوز ښار (پژواک، ١٩ کب ٩٨): کندوز کې په تېره يوه مياشت کې د دولت یو رييس او دوه سوداګر تښتول شوي چې له امله يې د دغه ولايت اوسېدونکي سخت اندېښمن دي او وايي چې د اختطاف له وېرې خپل ماشومان ښوونځيو ته نه شي استولى.

خو بل لور ته د کندوز امنيتي مسوولين بيا وايي چې د انسان تښتونې د مخنيوي لپاره يې اړين تدابير نيولي دي.

د اړوندې موضوع په اړه د کندوز ولايتي شورا مرستيال صفي الله اميري د کب په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې د  انسان تښتونې او ترور پېښې ډېرې شوې دي.

هغه وايي: ((په تېره يوه مياشت کې درې کسان چې يو په کې د کندوز کې د سينديزې حوزې رييس دى او دوه سوداګر دي تښتول شوي، دوه کسه د ښار په منځ کې وژل شوي، دا موږ ته لويه اندېښنه ده.))

د نوموړي په وينا، د همدې جنايي جرمونو د ډېروالي له امله ډېرى خلک اوس خپل ماشومان ښوونځيو ته د زده کړو لپاره نه ور لېږي.

په ورته وخت کې د کندوز ولايتي شورا غړي خليل قاري زاده هم پژواک ته وويل چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې د انسان تښتونې پېښې ډېرې شوي دي.

دى زياتوي: ((په ټوله کې په کندوز ښار کې وضعيت ښه نه دى، اختطاف، وسله والې غلاوې او وژنې په کې ترسره کيږي، اړوند مسوولين يې بايد مخه ونيسي.))

د نوموړي په وينا، د دغه ولايت اوسېدونکو د جنايي جرمونو د ډېروالي په اړه څو ځلې ولايتي شورا ته شکايتونه کړي او شورا هم د خلکو شکايتونه له اړوندو مسوولينو سره شريک کړي دي.

بل لور ته د کندوز اوسېدونکي هم په دې اړه جدي اندېښنې لري.

د کندوز ښار اوسيدونکي سيد حبيب الله پژواک ته وويل: ((وسله وال مخالفين د ښار څنډو ته رسيدلي  دي، هره شېبه د اختطاف امکان هم شته دى، هغه کسان چې لږ پېسې لري خپل ماشومان ښوونځيو ته نه استوي.))

همدارنګه يوه سوداګر ضياالحق پژواک ته وويل چې د اختطاف له وېرې نه شي کولاى خپل ماشومان ښوونځي ته واستوي.

ده زياته کړه: ((ماشومانو ته په کور کې معلم نيولى دى، بېرون ته يې خو يې نه ليږلى ځکه تښتوي او بيا پېسې غواړي.))

نوموړي له امنيتي ځواکونو غوښتنه کړه چې دغه خطرناک او ډارونکي حالت ته نور د پاى ټکى کېږدي کنه ډېر خپل به کندوز پرېښودو ته اړ شي.

د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او په اړوند برخه کې يې د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه.

د يادو څرګندونو په اړه د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال رشيد بشير پژواک ته وويل چې د اختطاف او نورو جنايي پېښو د مخنيوي لپاره دوى اړين پلانونه جوړ کړي دي.

هغه زياتوي: ((د سينديزې حوزې رييس له لويې لارې څخه او يو بل کس د ښار له منځ څخه تښتول شوى، موږ کوښښ کوو چې دغه حالت ته د پاى ټکى ورکړو.))

نوموړي د کندوز له خلکو غوښته وکړه چې د امنيت په ټينګښت کې له امنيتي ځواکونو سره جدي همکاري وکړي.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې د کندوز ترڅنګ په پلازمېنې کابل کې هم د انسان تښتونې پېښې ډېرې شوې دي چې خلک يې سخت اندېښمن کړي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه