کابل (پژواک، ٣ ورى ٩٩): د زابل والي وايي چې امنيتي ځواکونو هغه وسله وال طالب نيولى چې دوه ورځې مخکې يې د ملي اردو او پوليسو سرتېري له وژلو وروسته سوځولي وو.
د روان لمريز کال په لومړۍ ورځ د نوروز په ورځ سهار وخته وسله والو طالبانو د زابل د مرکز کلات ښار د سپينې غبرګې په سيمه کې د پوليسو او ملي اردو پر يوې ګډې پوستې د يوه نفوذي کس په همکارۍ ډله ييز بريد وکړ چې په ترڅ کې يې تر ٢٥ زيات سرتېري ووژل شول.
وسله والو طالبانو د دغه بريد ويډيو هم خپره کړې چې له بريد وروسته وسله وال طالبان د سرتېرو جسدونو ته اور اچوي.
د زابل والي رحمت الله يارمل د وري په ٣مه په خپله فېسبوکپاڼه کې ليکلي چې د سرتېرو د جسدونو سوځولو پېښه کې ککړ طالب تېره شپه د ځانګړو عملياتو په پايله کې نيول شوى دى.
هغه زياته کړې چې له نوموړي سره څلور نور کسان هم نيول شوي چې په ياد بريد کې يې لاس درلودل.
والي ويلي، افغان دولت په مکمل ډول د سولې پروسې ته ژمن دی؛ ځکه خو يې ياد وسله وال له نيول کېدو وروسته ژوندي پرېیښي دي.
ده زياته کړې: ((طالبان دې انسانيت او افغانيت زموږ له قهرمانانو زده کړي.))
وسله والو طالبانو تر اوسه د والي د دغه خبر په اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.