کابل (پژواک، ۵ وری ۹۹): د پژواک سروې ښیي چې د غني او عبدالله د اختلاف دوام او د امریکا له خوا د یو میلیارد امریکایي ډالرو مرستو کمېدو ۷۷ سلنه خلک نه دي اندېښمن کړي، خو پاتې ۲۳ سلنه بیا اندېښمن دي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون له ټاکنو وروسته محمد اشرف غني ولسمشر اعلان کړ، خو بل نوماند ډاکټر عبدالله دغه پرېکړه ونه منله او ځان یې ولسمشر اعلان کړ.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو تېره ورځ کابل ته راغی څو د غني او عبدالله ترمنځ اختلاف حل کړي، خو پومپيو په دغه کار کې بريالى نه شو.
د امریکا د بهرنيو چارو وزارت نن ویلي چې غني او عبدالله د يوه ټولشمول حکومت پر جوړولو هوکړه ونه کړه او امریکا هم له افغانستان سره له خپلو کلنیو مرستو څخه يو ميليارد ډالره کموي.
پژواک خبري اژانس په خپله فېسبوکپاڼه کې له خلکو پوښتلي چې د غني او عبدالله د اختلاف دوام او د امریکا دغه پرېکړې انديښمن کړي که نه؟
دې پوښتنې ته څه دپاسه ١٥ زره کسانو ځواب ویلی.
د یادونې ده، دغه نظرپوښتنه په انلاین بڼه ترسره شوې او د سروې معیارونه نه شي پوره کولای.
۴۰۹کسانو په دې اړه بیلابیلې تبصرې هم کړي دي.
اندېښنه نه لرو
ممتاز سعیدي لیکلي: «اندېښمن نه یم، افغانستان امریکا نه دی جوړ کړی او نه د دوی په مرستو جوړ شوی دی، افغانانو خپل وطن په وینو ګټلی او جوړ کړی دی، موږ هېڅ اندېښنه نه لرو.»
login or register a new account.