ژبه

د لعل او سرجنګل لپاره د طالبانو ولسوال وژل شوی

 

کابل (پژواک، ٧ وری ٩٩): د ملي دفاع وزارت وايي چې تېره شپه طالبانو د غور د دولتیار ولسوالۍ پر ځینو برخو برید وکړ چې په پایله کې یې د لعل او سرجنګل لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال له خپلو اوو کسانو سره وژل شوی او شپږ نور وسله وال ټپیان دي.

د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې چې یوه کاپي یې پژواک ترلاسه کړې، راغلي: ((په دې جګړه کې د لعل او سرجنګل ولسوالۍ لپاره د طالبان نومول شوی ولسوال قاري عبدالرووف، د طالبانو ماین جوړوونکی قاري نیت الله د امان الله زوی، مشهور په مخلص، د پشت نور اوسېدونکی محمد امین د سرور زوی، د پشته نور اوسېدونکی رباني د غلام حیدر زوی، د سمک اوسېدونکی جمهور د خال محمد زوی، د سمک اوسېدونکی حیات الله د نور الله زوی، د بالا مرغات د فالبي اوسېدونکی مصطفی د امیرداد زوی او د پشته نو اوسېدونکی محمد نور د دوست زوی وژل شوي دي.))

د سرچینې په حواله، یادو کسانو د لعل سرجنګل لپاره د طالبانو په نومول شوي ولسوال قاري رووف پورې تړاو درلود.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دې نښته کې شپږ طالبان ټپیان او شپږ میله کلاشینکوف او یو میل ۸۲ توپ امنیتي سرتېرو ته په لاس ورغلي دي.

login or register a new account.