ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دایکنډي کې څلور امنیتي منسوبین وژل شوي

دایکنډي کې څلور امنیتي منسوبین وژل شوي

author avatar
29 Mar 2020 - 14:35
دایکنډي کې څلور امنیتي منسوبین وژل شوي
author avatar
29 Mar 2020 - 14:35

 

نیلي (پژواک، ۱۰ وری ۹۹): په دایکنډي کې امنیتي سرچینې وایي چې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړه کې څلور امنیتي سرتېري وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي.

د دایکنډي د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر نقیب الله مالستاني پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره نیمه شپه طالبانو د کجران ولسوالۍ په کندوهای سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر پوسته برید وکړ چې په پایله کې یې څلور پولیس ووژل شول او اته نور ټپیان شول دي.

د هغه په خبره، د طالبانو بریدونه د شپې دوه بجې پیل او د سهار تر لومړیو یې دوام درلود.

نوموړي زیاته کړه چې په دې جګړه کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې؛ خو په اړه یې کره معلومات نه لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.