کابل (پژواک ١٠ ورى ٩٩): وسله والو طالبانو خپلو کسانو ته لارښوونه کړې چې په خپلو سيمو کې د بنګو د کښت د مخنيوي لپاره لاس په کار شي او که د دوى اړوند څوک د دې بوټي په کښت او کاروبار کې ښکېل شي، سزا به ورکړل شي.
د طالبانو د مشرتابه له خوا، نن په دې اړه يو ليک خپور شوى چې يوه کاپي يې پژواک خبري اژانس ته رسېدلې ده.
په دې ليک راغلي، څرنګه چې د بنګو کښت مخ په ډېرېدو دى چې له امله يې يو شمېر هېوادوال په تېره بيا ځوانان په نشو اخته شوي او دا شمېر ورځ تر بلې مخ په زياتېدو روان دى چې ټولنې ته د يوه ناورين حيثيت پيدا کوي، نو له هر ډول نشو او بې لارې توب څخه د نوي نسل د ژغورنې په موخه دې ځينې مسايل په جدي ډول عملي شي.
په دې ليک کې د لومړۍ مادې په توګه راغلي چي د هېواد په ټولو برخو کې دې کروندګر د بنګو د کښت نه کرلو ته تشويق او وهڅول شي څو له دې زيان اړوونکي کرکېلي څخه لاس واخلي او په ځاى يې ګټور او بې ضرره کښتونو ته مخه کړي.
دغه راز دې قومي او سيمه ييز مشران دې وهڅول شي څو په خپلو سيمو کې د قومي او ولسي تړونونو له لارې د بنګو د کښت او چرسو د کاروبار د يو مخيز بندېدلو پرېکړه وکړي چې په نتيجه کې يې دا کښتونه مطلقا بند کړل شي.
طالبانو د خپل د دعوت، ارشاد او جلب جذب کميسيون څخه غوښتي چې د علماء کرامو له لارې د عامه پوهاوي په غرض عام ولس ته د بنګو، چرسو او نورو نشه يي توکو د زيانونو او د نشو د حرمت په هکله مستندې علمي ويناوې وکړي.
د دې ليک په دويمه ماده کې زياته شوې، د طالبانو ځمکې چې چاته هم په اجاره ورکول کېږي، په دې شرط دې ورکول کېږي چې د بنګو کښت به نه ورباندې کري. دغه راز د يوې سيمې خلک دې په بله سيمه کې د بنګو لپاره د ځمکې له اجاره کولو او په کې د بنګو له کرلو مطلقا منعه شي.
طالبانو د خپل د کرنې، مالدارۍ، عشر او زکات کميسيون څخه غوښتي چې دې موضوع ته دې هراړخيزه توجه وکړي څو له دې لارې د بنګو د کښت مخنيوى ترسره شي.
د ليک د درېيمې مادې په توګه د طالبانو له ټولو مسوولينو، منسوبينو او افرادو غوښتل شوي چې د دې ناوړه بوټي له کښت، کاروبار او انتقال څخه ځانونه لرې وساتي، د تخلف په صورت کې دې ښکېل مسوولين له مسووليت څخه لرې او د خپل ناوړه عمل د سزا لپاره دې مربوطه د طالبانو مراجعو ته معرفي شي.
بايد وويل شي چې د طالبانو په دې لارښوونه کې د نشه يي توکو په يوه ډول چې بنګ دى، د کښت، کاروبار او لېږد پر مخنيوي ټينګار شوى او د نورو مخدره موادو په توګه په کې په صراحت سره څه نه ليدل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د دولت او په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د مسوولينو له خوا په ځلونو تور پورې شوى چې وسله وال طالبانو د نشه يي توکو له قاچاقه ډېرې زياتې پيسې ترلاسه کوي.
خو له بلې خوا د کورنيو چارو وزارت کابو دوه مياشتې مخکې اعلان وکړ چې د دې وزارت شپږ لوړپوړي مسوولين يې د نشه يي توکو د کاروبار پر تور نيولي دي.
login or register a new account.