ژبه

په کابل ښار کې د ماین چاودنې څلور کسان ټپیان کړي

کابل (پژواک، ۱۱ وری ۹۹): د کابل پولیس وایي چې د دغه ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند د ماین چاودنې څلور کسان ټپیان کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاندې مروې امیني وویل چې دغه پېښه نن سهار شاوخوا ۸:۳۰ د نهمې امنیتي حوزې اړوند په قاضي پلازا ساحه کې رامنځته شوې ده.

سرچینې زیاته کړه چې په یو هایلکس موټر پسې د چسپکي ماین چاونې له امله څلور ټپیان روغتون ته انتقال شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیالې په دې اړه نور جزئیات ورنه کړل.

بلخوا، د کابل د ۱۰۱ اسمایي زون قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز پژواک ته وویل چې د پېښې ساحه د پولیسو تر کنټرول لاندې ده او د امنیتي موظفینو له خوایي پلټنې پیل شوې دي.

د دغه پېښې مسوولیت تر اوسه هېڅ کومې ډلې پرغاړه نه دی اخیستی.

login or register a new account.