کابل(پژواک،۱۴ وری ۹۹): د هېواد یو شمېر سیاسي مشرانو نن کابل کې د سولې لپاره د مصالحې شورا د جوړښت پر څرنګوالي او په هېواد کې د روان سیاسي کړکېچ په اړه خبرې پیل کړې چې سبا به هم دوام ولري.
دغه څرګندونې د حزب اسلامي ویاند فضل غني حقمل پژواک خبري اژانس ته وکړې.
ده وویل چې نن د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار په کور کې د سیاسي ګوندونو مشرانو او مطرح سیاسي شخصیتونو غونډه وکړه.
د هغه د معلوماتو له مخې، په دغه ناسته کې ګلبدین حکمتیار، پخواني ولسمشر حامد کرزي، عبدالله عبدالله چې ځان یې ولسمشر اعلان کړی، د وحدت اسلامی ګوند مشر محمد کریم خیلیلي، د حزب وحدت اسلامی مردم افغانستان مشر محمد محقق، د ملي امنیت ریاست پخواني مشر رحمت الله نبیل، سید اسحاق ګیلاني، سید حامد ګیلاني، باتور دوستم، ، حاجي دین محمد، انورالحق احدي، احمدالله علیزی، مولوي عبدالصبور او حفیظ الرحمن نقي ګډون کړی و.
هغه زیاته کړه، د دغو سیاسیونو خبرې به سبا هم ادامه ولري او د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره به له رسنیو سره د غونډې پایلې شریکې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ولسمشرۍ تر ټاکنو وروسته محمد اشرف غني ولسمشر اعلان کړ، خو بل نوماند عبدالله عبدالله دغه پرېکړه ونه منله او ځان یې ولسمشر اعلان کړ.
د دغې اختلاف د حل لپاره د امریکا متحده ایالتونو هم هڅه وکړه خو تر اوسه دغه سیاسي کړکېچ پر خپل ځای پاتې دی او امریکا یې له امله له افغانستان سره د خپلو کلنیو مرستو یو میلیارد ډالره کم کړي دي.
دغه راز د طالبانو او امریکا متحده ایالتونو استازو له اوږدو خبرو وروسته د سولې هوکړه لاسلیک کړه او حکومت هم د سولې لپاره مذاکراتي ډله معرفي کړې، خو ځینې سیاسیون نیوکه کوي او دغه ډله ټولشموله او مناسب نه بولي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن