ژبه

ملګري ملتونه : کرونا سره د ښې مبارزې لپاره دې په افغانستان کې اوربند وشي

کابل (پژواک، ۱۶ وری ۹۹): د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریز له طالبانو سره خبرو لپاره د افغان حکومت له لوري د مذاکراتي ټیم ټاکل او اعلان ستایلي دي.

هغه پخپله یوه لیکنه کې چې پرون د ملګرو ملتونو په ویب پاڼه کې خپره شوې، د کرونا پر ضد مبارزې، په جکړه ییزو هیوادونو کې د اوربند او نورو موضوعاتو په تفصیل سره خبرې کړېدي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي په افغانستان کې د جګړې له ښکېلو غاړو غوښتي چې د جګړې په ځای دې باید ټول پام د کروناویروس سره مبارزې ته واړوي.

نوموړي زیاته کړه: " په داسې حال کې چې د کروناویروس په –افغانستان- کې خپریږي، زما په باور دا یې وخت دی چې افغان حکومت او طالبان جګړې ودروي. موږ یې بشپړ ملاتړ کوو."

هغه د افغان دولت لخوا د مذاکراتي ټیم د اعلان هرکلی کړی او ویلي دي چې دواړه لوري دې ژر دبندانو پر خوشې کولو هم پیل وکړي.

ګوټریز د کروناویرس چټکې خپرېدا ته په کتو د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د جګړې په ټولو ښکېلو غاړو غږ وکړ چې "اوربند وکړي او یوازې دې د کروناویروس په ضد مبارزه وکړي".

نوموړي څه باندې یوه اوونۍ مخکې هم د اوربند غوښتنه کړې وه او ویلي یې دي، چې د ملګرو ملتونو شاوخوا ۷۰ غړو، نادولتي ادارو، مدني ټولنو او نورو ادارو د اوربند غوښتنه بدرګه کړې ده.

 د ملګرو ملتونو سرمنشي په ټوله نړۍ کې د جګړې په ښکیلو غاړو غږ کړی، چې روغتیايي ډلو او چارواکو ته اجازه ورکړي‌ چې په جګړه ځپلو سیمو کې د کرونا او د دغه ویروس له خطر سره مبارزه وکړي او اړو خلکو ته د بشري مرستو د رسولو مخه ونه نیسي.

افغان حکومت تر دې مخکې د ګوټریز د اوربند د غوښتنې ملاتړ کړی، خو طالبانو یواځې دومره ویلي چې، که ددوی تر واک لاندې سیمو کې کرونا تثبیت شوه، نو د روغتیایي خدماتو لپاره هغو سیمو کې جګړه بندوی. 

په افغانستان کې دا مهال شاوخوا ۲۸۵ کسان د کرونا په ویروس اخته دي او شپږ تنه مړه شوي دي

login or register a new account.