زرنج (پژواک، ۲۲ وری ۹۹) : په نیمروز ولایت کې د یوې نښتې پر مهال وسله والو طالبانو او دولتي سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې د ه.
ددې ولایت د خاشرود ولسوالۍ ولسوال حاجي جلیل وطندوست دوري په ۲۲ مه، پژواک اژانس ته وویل چې تیره شپه وسله والو طالبانو د زرنج – دلارام پر لویه لاره د کوتلک په سیمه کې د ملي اردو پر پوستو بریدونه کړي وو.
هغه زیاته کړه، چې په دې څو ساعته جګړه کې شپږ تنه وسله وال طالبان او دوه د اردو سرتیري هم ټپی او دوه نور ټپیان شوي دي.
دی وایي چې په سیمه کې چاڼیز عملیات پیل شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن