کابل (پژواک، ۲۵ وری ۹۹) : د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمد الله محب، نن مل پاسوال خوشحال سعادت د کورنیو چارو وزارت د عامه ساتنې د ملي تصدي د عمومي ريیس په توګه د دغې تصدي کارکونکو ته معرفي کړ.
له امنیت شورا له دفتر څخه د وري په ۲۵مه، پژواک اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ملي امنیت سلاکار د عامه ساتنې د ملي تصدي د نوي رییس په پیژند غونډه کې په دغې تصدي کې د ځان بسیاینې په موخه د اصلاحاتو او د عوایدو د زیاتیدو ستاینه وکړه .
هغه زیاته کړه ،چې دغه لاسته راوړنې کافي نه دي او هیله ده چې نوي رییس خوشحال سعادت دغه تصدي، ملي او نړیوالو معیارونو ته په کتو برابر او لا منظم کړي.
ډاکټر محب وویل، اړینه ده چې د عامه ساتنې ملي تصدي لا زیات مسوولیت منونکي شي او داسې خدمات وړاندې کړي چې نور ملي، نړیوالو او د خصوصي لویو پروژو د امنیت د تامین په موخه بهرنیو کمپنیو ته اړتیا نه وي.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر مسعود انداربي د پولیسو په تقویت او په دغه سکتور کې د غښتلي کدرونو په پیژنده کې د ولسمشر محمد اشرف غني او د مليامنیت سلاکار له ملاتړه مننه وکړه.
نوموړي دغه راز د عامه ساتنې د ملي تصدي د مخکینی رییس باوری له کارونو مننه وکړه او جنرال سعادت ته د چارو په پرمخ بیولو کې د بریا هیله څرګنده کړه.
login or register a new account.