کابل (پژواک، ۲۵ وری ۹۹) : د ملي دفاع وزارت اعلان کړی چې په بلخ او بادغیس ولایتونو کې له ځآنه په دفاعي عملیاتو کې یې لسګونو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د ملي دفاع وزارت لخوا د وري په ۲۵مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې پرون وسله والو طالبانو د قادس ولسوالۍ او د ولایت د مرکز قلعه نو ترمنځ لاره وتړله او د برید پلان یې درلو
سرچینې زیاته کړې چې دولتي ځواکونو د هغوی د برید پلان شنډ کړی او په رامنځته شوې نښته کې اوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ۱۱ نور ټپیان شوی.
د ملي دفاع وزارت دغه راز ویلي چې همالته د طالبانو یو ماین پر دوی خپله چاودلی چې له امله یې پنځه وسله وال وژل شوي او ۶ نور ټپیان دی.
بلخوا په شمال کې د شاهین قول اردو لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پرون طالبانو دچاربولک ولسوالۍ په مربوطاتو کې د برید پلان درلود چې په دفاعي برید کې نهه طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دی.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
login or register a new account.