ژبه

افغانستان کرونا سره مبارزه کې د اماراتو له تجربو ګټه پورته کوي

کابل (پژواک، ۲۶ وری ۹۹) : د افغانستان او اماراتو د بهرنیو چارو وزیرانو د کرونا پر ضد پر ګډې مبارزې او په برخه کې د اماراتو له تجربو په ګټه اخیستو خبرې وکړې.

د بهرنیو چارو وزارت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر د متحده عرب اماراتو د بهرنیو چارو وزیر عبدالله بن زايد ال نهيان‎ سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.

سرچینې زیاته کړې، د اماراتو د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر ته له مبارکۍ ویلو وروسته، دواړو لورو له کورنا سره پر مبارزې، له کورونا سره د مبارزې په دوران کې له لرې څخه د زدکړو د تجربې د شریکولو، د سولې پر خبرو، د افغانستان د سولې په هکله د سیمه اییزې اجماع رامنځ ته کولو او د بشري اوربند د تامینیدلو څخه د ملاتړ لپاره خبری سره وکړې.

په خبرپاڼه کې راغلي، حنیف اتمر په ځواب کې له ال نهیان څخه د مننې تر څنګ، د متحده عرب اماراتو دوامداره مرستې په درنښت یادې کړې او له هغه سره یې د لیدلو په اړه متقابلاً هیله څرګنده کړه.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست له متحده عرب اماراتو څخه، په هغه هیواد کې د افغان وګړو ستونزو ته د هر راز رسیده ګۍ لپاره او له کورونا سره دې مبارزې په لار کې د هغه هیواد مرستې وستایلې.

نوموړي یادونه وکړه چې د بشري اوربند، د بین الافغاني مذاکراتو د بې قیده او شرطه پیل، د افغانستان د سولې بهیر په هکله د سیمه ییزې اجماع رامنځ ته کولو او د اسلامی جمهوریت د نظام د تقویت لپاره د متحده عرب اماراتو ملاتړ مهم نقش لري.

د اماراتو دبهرنیو چارو وزیر ال نهیان ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ څرګند کړ چې په نږدې راتلونکې کې به د متحده عرب اماراتو بهرنیو چارو وزارت د هغه هیواد د دولت په استازیتوب ‌‌‌‌‌‌په دې اړه خپل دریځ څرګند کړي.

هغه د کورونا په دوران کې د تجاربو د شریکولو په لړ کې زیاته کړه چې دې ده هیواد چمتو ده چې خپل تجارب د پوهنې په بخش کې له افغانستان سره شیریک کړي.

 دواړو لورو هوکړه وکړه چې د افغان محصلینو او متعلمینو د ستونزو د حل په موخه به د دواړو هیوادونو د پوهنې او لوړو زدکړو د وزارتونو ترمنځ خبری پیل سي، تر څو په متحده عرب اماراتو کې له لرې د زدکړو ترلاسه کولو له تجربې څخه په افغانستان کې هم مناسبه استفاده وسي.

login or register a new account.