ژبه

د کابل ښار یوه جومات کې یو ځوان په مرموز ډول وژل شوی

کابل (پژواک، ۲۶ وری ۹۹): د کورنیو چارو وزارت وایي چې د کابل ښار د څلورمې حوزې اړوند د پروان سه ساحه کې یو ځوان په مرموز ډول وژل شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین نن د وري په ۲۶مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې یاد کس نن ماښام د کابل ښار د څلورمې حوزې اړوند د امام بخاري په نوم یوه جومات په اودس خونه کې په مرموز ډول وژل شوی دی.

هغه زیاته کړه چې دغه ځوان د تومانچې په ډزو وژل شوی دی.

د ارین په خبره چې پولیسو په دې اړه څېړنې پیل کړې دي.

دغه راز د دغه وژل شوي کس ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې هم خپره شوې ده.

 د سیمې خلک وایي چې د یاد کس مړی د ورځې له څلورو بجو راهیسې په یاد ځای کې پروت دی او خلک یې له دې ویرې چې ګواکې د کرونا په ویروس اخته نه وي، نه پورته کوي.

login or register a new account.