ژبه

نظرپوښتنه: ۸۷سلنه خلک د غني او عبدالله تر منځ د واک له وېش سره مخالف دي

کابل (پژواک، ۲۶ وری ۹۹):د پژواک انلاین نظرپوښتنه ښیي چې ۸۷ سلنه خلک د غني او عبدالله ترمنځ د واک له وېش سره مخالف دي، خو ۱۳ سلنه نور د اوسني سیاسي کړکېچ د پای لپاره دغه چاره غوره ګڼي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون له ټاکنو وروسته محمد اشرف غني ولسمشر اعلان کړ، خو بل نوماند ډاکټر عبدالله دغه پرېکړه ونه منله او ځان یې ولسمشر اعلان کړ.

خو اوس د افغانستان د پخواني اجرايي رئیس عبدالله دفتر وايي، دوید روان سیاسي جنجال د حل لپاره پر یوه طرحه کار کوي چې د سولې د عالي شورا جوړښت او ځینې نور مسایل په کې شامل دي.

سرچینه زیاتوي چې پر دغې طرحه به له بشپړېدو او ارزول کېدو وروسته د ولسمشر غني له ټیم سره خبرې وشي.

ولسمشر غني څه موده مخکې عبدالله ته د دغې شورا د مشرۍ وړاندیز کړی و. دغه راز ځینې داسې اوازې هم شته چې کېدای شي یو ځل بیا دواړه لوري واک سره وویشي او په دې توګه اوسني سیاسي کړکېچ ته د پای ټکی کېږدي.

پژواک خبري اژانس په خپله فېسبوکپاڼه کې له خلکو پوښتلي چې په دې وروستیو کې د سیاسي او انتخاباتي شخړو د هواري لپاره هڅې پیل شوې دي،ستاسو په اند ددې شخړو د هواري لپاره یو ځل بیا ملي حکومت جوړ یا واک سره وویشل شي او که نه؟

دې پوښتنې ته ۶۷۰۰ کسانو ځواب ویلی.

دغه نظرپوښتنه چې په انلاین بڼه ترسره شوې او دې سروی معیارونه نه شي پوره کولای، ښیي چې ۸۷ سلنه د نظرپوښتنې ګډونوال د واک له وېش سره مخالفت دي.

خیال محمد نظري لیکلي:"موږ يې نه غواړو، زموږ يو دولت په کار دی، موږ چې رايه ورکړه بايد زموږ رايې ته ارزښت ورکړل شي، بيا نو انتخابات څه معنا چي غني او عبدالله تر خپل منځ واک ویشي، غني رایه واخیسته او ولسمشر دی، که یې چېرته یې واک وویشه، نو د خلکو ترمینځ به خپل محبوبیت له لاسه ورکړي."

منیر اکبر زوی لیکلي:"په تېرو پنځو کلونو کی دوه سره [د ملي یوالي]حکومت هېڅ هم نه دي کړي، به غیر د خپل منځي ناندریو، نو اوس هم دا د ملت په خیر پرېکره نه ده چې واک وویشل شي،ځکه د واک په وېش کې د څو کسانو مزې چړچې وي، نور بیچاره ولس ته خدمت نه کوي او د خپلو شخصي ګټو لپاره لیوني وي."

login or register a new account.