ژبه

د شینوارو د دوو قومونود شخړي هواري لپاره لوړ پوړی پلاوی ننګرهار ته تللی

کابل (پژواک، ۲۷ وری ۹۹) : د ولسمشر د حکم سره سم د ننګرهار ولایت د شینوارو د دوو قومونو ترمنځ د ځمکې پر سر د رامنځته شوې شخړې د هواری لپاره لوړ پوړی پلاوی جلال اباد ته رسیدلی دی.

څو ورځې مخکې د ننګرهار ولایت د شینوارو د دوربابا او نازیانو  ولسوالیو د اوسیدونکو ترمنځ د ځمکې  پر سر د یوې شخړې له امله شاوخوا ۳۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼی د وري په ۲۷مه، پژواک اژانس ته وویل چې د ولسمشر د ستر سلاکار ضیاء الحق امرخیل په مشرۍ یو پلاوی نن جلال اباد ته رسیدلی دی اود شخړې د هواري لپاره یې خپلې هڅې پیل کړې دي.

هغه زیاته کړه چې دوی به د سیمې له مشرانو او له ځایی چارواکو سره ګوري او خپلې پایلې به  ولسمشرۍ ماڼۍ سره شریکوي.

د ولسمشر د حکم له مخې د ستر سلاکار ضیاء الحق امر خیل په مشرۍ دغه پلاوي کې د ملي امنیت لوی ریاست د  ولایتي  چارو مرستیال عبادالله عباد، د سیمه ییزو ارګانونو مرستیال ایوب سالنګي، د کورنیو چارو وزارت دتامیناتو معین ریاض درمل  او د ملي امنیت شورا استازی داکتر صبغت الله شامل دي.

login or register a new account.