ژبه

د کورنیو چارو وزیر: پر فساد تورن ۳۴ کسان له هیواده بهر دي

کابل (پژواک، ۲۸ وری ۹۹) : د  کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر مسعود اندرابي وایي چې پر فساد تورن ۳۴ کسان له هیواده بهر تللي دي.

نوموړي دغه څرګندونې په هغه لنډه خبرپاڼه کې کړې چې د دغه وزارت د ویاند طارق آرین لخوا له رسنیو سره شریکه کړې ده.

اندرابي ویل، د جنایي جرمونو پر وړاندې د پولیسو د مبارزې یو له مهمو دندو څخه داده چې دوی ته د لوی څارنوالی لخوا د جلب د قرارونو عملي کول دي.

هغه زیاته کړې، چې په تیرو دوو کلونو کې د اداري فساد د تورنو کسانو د جلب لخوا له لوی څارنوالۍ لخوا ورته ۲۵۵ قراردونه رسیدلی دي چې ۸۱ سلنه یې عملي شوي دي.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر ویلي، پاتې قضیې د اړوندو ادارو تر تعقیب لاندې دي، خو  له یادو قرارونو څخه ۳۴ تنه په اداري فساد تورن کسان له هیواده بهر دی.

د نوموړي په وینا، دوی له اړوندو هیوادونو سره په اړیکو کې دي څو دغه کسان بیرته هیواد ته راستانه کړي او محاکمو ته یې وړاندې کړي.

login or register a new account.