کابل (پژواک، ۲۸ وری ۹۹) : د افغانستان سولې لپاره دامریکا ځانګړي استازي له قزاقستان څخه غوښتي دي چې له افغانستان سره د خوراکي توکو صاردات پیل کړي.
افغانستان چې له قزاقستان څخه تر ټولو زیات اوړه او نور خوراکي توکي صادروي، دغه هیواد د کرونا د مخنیوي په موخه له تیرو دوو اونیو راهیسې دا صادرات بند کړي دي.
د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د وري به ۲۸مه، په ټویټر کې لیکلي چې افغانستان لپاره د قزاقستان له ځانګړي استازي کالیبوف سره یې اړیکې نیولې دي.
هغه زیاته کړې چې په دې اړیکه کې یې افغانستان ته د غله جاتو، او غنمو دصادراتو داهمیت او بیا پیلولو په ګډون پر ګڼو مسایلو خبرې کړې دي.
خلیلزاد ویلي : (( موږ توافق وکړ چې سیمه ییز اتصال او همغږی نه یوازې د یوې دوامداره سولې لپاره اساسي دي بلکې زموږ د ګډې راتلونکې پر وړاندې نړیوال ګواښونه هم ځوابوي.))
د نوموړي په دغه راز له یاد قزاقي چارواکي سره یې د کرونا ویروس پر ضد پر ګډې مبارزې هم خبرې کړې دي.
login or register a new account.