ژبه

د افغانستان شپږو ګاونډیانو، روسیې او امریکا د اوربند غوښتنه وکړه

کابل (پژواک، ۲۹ وری ۹۹) : د افغانستان شپږو ګاونډیو هیوادونو، روسیې او امریکا د اوربند لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د غوښتنې ملاتړ وکړ.

په نیویارک کې د ملګرو ملتونو له دفتر له دفتر څخه د وري په ۲۹مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پرون شپه  دافغان سولې په تړاو د ویډیو کنفرانس له لارې ، د چین، روس او امریکا په ګډون سیمه ییز بحث وشو.

سرچینې زیاته کړې چې په دې ویډیویي ناسته کې د افغانستان، ایران، پاکستان، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان استازو هم برخه اخیستې وه.

په خبرپاڼه کې راغلي له دې ناستې څخه موخه د افغانستان سولې ، ثبات  او پرمختګ سره د ګاونډیو هیوادونو لیوالتیا او د نړیوالو قوتونو همکاري وه.

سرچینې ویلي چې په دې ناسته کې د افغانستان  په هر اړخیزې سولې پروسې او بین الافغاني مذاکراتو کې د سیمه ییزو همکاریو او ملاتړ باندې خبرې وشوې.

د ملګرو ملتونو په خبرپاڼه کې راغلي چې ګډونوالو د افغانستان له سولې، ثبات او پرمختګ سره خپل یووالی څرګند او د ملګرو ملتونو د سرمنشي لخوا داوربند د غوښتنې ملاتړ یې وکړ، څو د کرونا پر ضد په سمه توګه مبارزه وکړی شي.

ملګرو ملتونو ویلي چې په دې سخت وخت کې دوی چمتو دي چې له افغانانو سره هر ډول بشري مرستې وکړي او ددغه هیواد سولې او پرمختګ ته هم ژمن دي.

د یادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي د کرونا پر ضد په ټوله نړۍ کې د اوربند غوښتنه کړې چې په ۲۰ هیوادونو کې عملي شوې، خو په افغانستان کې لا نه ده شوې.

login or register a new account.