کابل (پژواک، ۲۹ وری ۹۹) : په ملګرو ملتونو کې د چین استازي په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتیدو اندیښنه وښوده او له ټولو اړخونو یې وغوښتل چې د ملي ګټو لپاره کار وکړي.
د چین استازی ژنګ جون دغه څرګندونې تیره شپه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو لخوا دافغان سولې او ثبات په تړاو ځانګړې غونډه کې وکړې.
په دې غونډه کې د افغانستان شپږو ګاونډیو هیوادونو، پاکستان، ایران، چین، ترکمنستان، ازبکستان ، تاجکستان ترڅنګ د روسیې او امریکا استازو هم ګډون کړي وو.
ددې ناستې ګډونوالو چې د یو ویډیو کانفرانس له لارې شوې وه، په افغانستان کې داوربند په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي د غوښتنې ملاتړ وکړ.
د چین استازي وویل چې چین په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د رول او ټولو فعالیتونو ملاتړ کوي.
هغه زیاته کړه چې هیواد یې په افغانستان کې د هر اړخیزې سولې پروسې چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت وي، ملاتړ کوي.
نوموړي د افغان حکومت او طالبانو لخوا د بندیانو د خوشې کولو هرکلی وکړ او د بین الافغاني مذاکراتو پر ژر پیلیدا یې ټینګار وکړ.
په ملګرو ملتونو کې د چین استازي د افغانستان پر وروستیونا امنیو اوتاوتریخوالي اندیښنه وښوده او ویې ویل چې ټول افغانان د خپل هیواد ملي ګټو لپاره وکړي.
هغه د طالبانو او امریکا ترمنځ د لاسلیک شوي تړون هم هرکلی وکړ .
login or register a new account.