ژبه

خلیلزاد له هند سره د افغان سولې په تړاو وروستي معلومات شریک کړل

کابل (پژواک، ۳۰ وری ۹۹) : د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د هند دبهرنیو چارو له وزیر سره د افغان سولې په اړه خبرې کړې دي.

هندي رسنیو خبر ورکړی چې زلمی خلیلزاد پرون ناوخته نوي ډیلي ته رسېدلی و او د بهرنیوچارو له وزیر جی شنکر سره یې لیدلي دي.

بلخوا د هند د بهرنیو چارو وزیر شنکر په ټویټر کې لیکلي چې خلیلزاد ورته د افغان سولې پروسې د وروستیو پرمختګونو په اړه معلومات ور کړې دي.

هغه زیاته کړې چې خلیلزاد ته یې د افغان سولې په تړاو د خپل هېواد دریځ او ملاتړ څرګند کړ.

شنکر ویلي : (( له خپل نږدې ګاونډي افغانستان سره زموږ تاریخي اړیکې زموږ دبهرنۍ تګلارې مهمه برخه د ه.))

د یادونې ده، چې د ۱۳۹۸ لمریز کال د کب په ۱۰مه، په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ تر تړون وروسته هند ته د زلمي خلیلزاد دا لومړی سفر دی، نوموړي تر تړون مخکې د سلا مشورو لپاره څو ځلې هند ته سفرونه کړي وو.

هند ته له اوسني تازه سفر ه مخکې خلیلزاد تېره اوونۍ پاکستان ته هم تللی و او ددغه هېواد د پوځ له مشر سره يې لیدلي و.

login or register a new account.