کابل (پژواک، غویی لومړی ۹۹):د لوړلو زده کړو وزارت وایي،د کرونا وایرس د خپریدو څخه د مخنیوي له کبله د تحصیلي او تعلیمي بنسټونو رخصتۍ د روان کال د غویي میاشتې تر ۲۰ مې پورې تمدید شوه.
د لوړو زده کړو وزارت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي،د کویډ۱۹ (کرونا) وایرس په خپریدو سره، په نړۍ او افغانستان کې د ژوند نورمال سیسټمونه، اداري چارې او خدمتونه له ګڼو ستونزو سره مخامخ شوي دي چې د دغو ستونزو له جملې څخه یوه هم په ټول هیواد کې په دولتي او خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو کې د زده کړه ېیزو خدمتونو ځنډیدل دي.
په خپرپاڼه کې راغلي دي،مخکې د ا.ا.ج. لوړ مقام د (۱۳۹۸) کب (۲۸) نیټې (۸۰) ګڼه حکم په اساس چې د عامې روغتیا محترم وزارت د وړاندېز په څنډه کې صادر شوی دی، د لوړو زده کړو دولتي او خصوصي بنسټونه د (۱۳۹۹) وري میاشتې تر پایه رخصت شوي و.
سرچینې زیاته کړي ده:«د ا.ا.ج. کابینې د (۱۳۹۹) وري (۲۸) نیټې (۴) ګڼې پریکړه کې د کويډ۱۹ناروغۍ ورځ تر بلې خپریدو ته په کتو، د کاري رژيم د تنظیم طرزالعمل (۱) شمیرې ضمیمې د تعدیل مطابق د یاد شوي وایرس د خپریدو څخه د مخنیوي له کبله د تحصیلي او تعلیمي بنسټونو رخصتۍ د (۱۳۹۹) ثور میاشتې تر (۲۰) نیټې پورې تمدید کړې دي.»
لوړو زده کړو وزارت د ټولو دولتي او خصوصي بنسټونه څخه غوښتې دي چې د کابینې د پریکړې مطابق خپل اجراآت برابر کړي.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه په ټول هېواد کې ۱۰۲۶ کسان په کرونا ناروغي اخته شوي او له دې ډلې ۳۶ تنه مړه او ۱۳۵ کسان بیا بیرته جوړ شوي دي
د کرونا ویروس هر ورځ د خپریدو په حال کې دی، نو ځکه خو اړینه ده چې له دغې ناروغۍ سره جدي مبارزه وشي.
login or register a new account.