کابل ( پژواک، ۲ثور، ۹۹) :د بلخ عامې روغتيا رياست، ولايت مقام او ولايتي شورا وايي، چې د دغه ولايت روغتون لپاره پېرل شوي توکي پنځه کاله وړاندې اخيستل شوي وو او د ياد روغتون په تحويلخانه کې ساتل کېدل.
د عامې روغتيا رياست او ولايتي شورا وايي، چې د کرونا ويروس د ځانګړي روغتون له جوړېدو وروسته اړتيا وه چې دغه توکي له تحويلخانې څخه راوويستل شي.
بلخوا د بلخ ولايت مقام وايي، چې يو پلاوی يې ټاکلی او دغه موضوع به په جدي ډول څېړي.
له تېرو درې ورځو راهيسې په ټولنيزو رسنيو کې د بلخ ملکي روغتون، د کرونا د ځانګړي شوې څانګې لپاره د اخيستل شويو توکو په تړاو تند غبرګونونه راپورته شوي.
ټولنيز فعالان هغه مکتوب کښته او پورته کوي، چې له مخې يې د بلخ ملکي روغتون يو چپرکټ په ۳۲ زره افغانۍ، د چاي يو ترموز په ۵زره افغانۍ او يوه توشکه په ۴۵۰۰ افغانۍ پېرل شوي دي. دغې موضو د افغانستان د عامې روغتيا وزارت غبرګون هم له ځان سره درلود.
د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وياند وحيد مايار وړمه ورځ ويلي وو، چې دغه موضوع به په هر اړخيز ډول څېړل کېږي.
له دې سره د بلخ عامې روغتيا رييس ډاکټر خليل حکمتي د غويي په ۲مه، پژواک اژانس ته وويل، چې دغه توکي څو کاله وړاندې پېرل شوي وو او د بلخ ملکي روغتون په تحويلخانه کې ساتل کېدل.
هغه د چا نوم نه اخلي خو وايي، چې په دې تړاو دې هغه کسان ځواب ووايي، چې ياد توکي يې په دومره لوړه بيه اخيستي وو. حکمتي زیاتوي: (( د دې وسايلو خريداري اوس نه ده شوې، دا پخواني وو، اوس چې موږ اړتيا پيدا کړه؛ نو د کارولو لپاره مو له ګودام څخه راوويستل)).
د بلخ د عامې روغتيا رييس وایي، چې دغه موضوع بايد وڅېړل شي.
په ورته مهال د بلخ د ولايتي شورا رييس افضل حديد هم پژواک ته وويل، چې حکومت بايد دغه موضوع په جدي ډول تعقيب کړي. حديد هم په خپلو خبرو کې وايي، چې دغه توکي اوس نه ، بلکې څو کاله پخوا اخيستل شوي دي.
د هغه په وينا که حکومت په هر اړخيز دغه قضيه وڅېړي؛ نو خامخا هغه کسان معلومېدای شي، چې دغه خريداري يې کړې وي.
د ولايتي شورا رييس زياته کړه، چې د يادې خريدارۍ عاملينو ته بايد له پېژندلو وروسته سخته سزا ورکړل شي؛ څو نورو خلکو ته عبرت وګرځي.
login or register a new account.