ژبه

یو شمېر ښځینه فعالانو د کرونا ضد لګښتونو د جدي روڼټیا او حساب ورکونې غوښتنه وکړه

کابل (پژواک، ۲ ثور ۹۹) : یو شمېر فعاله او د غیر دولتي سازمانونو ښځینه استازو  د کرونا ویروس پرضد  لګښتونو کې د جدي روڼتیا او حساب ورکونې غوښتنه کوي.

د ښځینه فعالانو یوې غیر دولتي موسسې لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، د نړیوالې وبا له خپرېدو سره سم ښځینه فعالانو او غیر دولتي موسسو یوه ډله هڅه کوي چې په افغانستان کې د کورونا ویروس د خپرېدو پر وړاندې مبارزه کې ځان په معنی داره ډول ښکېل کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي:« موږ په ډېرو اړوندو معلوماتو لوستلو، ترتیب کولو، او ژباړلو کار کړی، هڅه مو کړې چې د ټولنیزو رسنیو، غونډو، ناستو، تلویزیونونو، او راډیوګانو له لارې خپاره کړو.»

سرچينه زیاتوی، چې دغو ښځو د ټولنې تر ټولو حساسو غړو سره د پوهاوي د لوړولو ناستې ترسره کړي چې ډېری یې د سړکونو ماشومان او د دوي کورنۍ، داخلي بې ځایه شوي، او معلولین وه.

په خبرپاڼه کې راغلي دي،سربېره پر دې، دغه مدني ټولنې، د ټولنې مشران، او دیني عالمان متحد کړي او هڅولي تر څه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د نړیوال اوربند غوښتنې په اړه پوهاوي ورکړي.

سرچینه لیکلي:«مونږ پوهېږو چې په افغانستان کې [د کورونا پر وړاندې] ملي او محلي غبرګون ډېر ورو دی او دولت کولای شي چې د نورو هېوادونو له تجربو څخه زده کړي او وضعیت ښه مدیریت کړي لکه: فزیکي او ټولنیز واټن پلي کول، قرنطین او د سرحدي ولایتونو تړل لکه هرات او نیمروز. بیا هم مونږ باور لرو چې د وایرس د خپرېدو د مخنیوي لپاره مونږ ډېر څه کولای شو.»

دغه ښځینه فعالانې  وایي، دوی پوهېږې چې سرچینې کمې دي، خو اړینه دا ده چې له محدودو شته سرچینو څخه په اغیزمنه توګه ګټه پورته کړي تر څو د Covid-19 په ځواب کې د احتمالي اداري فساد مخه ډب شي.

په خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي دي:«مونږ په خپل دولت غږ کوو چې هغه کسانو ته چې له وضعیت څخه ناوړه ګټه پورته کوي سخته سزا ورکړي.   موږ غوښتنه کوو چې د بډو، شوکو، درغلیو، او دپیسو اونور سرچینو ناسم مدیریت لپاره د فرصتونو کمولو په اړه قوي اقدامات وکړي.»

دغه مدنې ټولنه له دولت څخه غواړې چې د خیریه فنډونو د وېش او د قراردادونو داوطلبي پروسې څخه نظارت کولو لپاره د حکومت او مدني تولنو ګډ نظارتي بورډ را منځته کړي.

دغه مدنې ټولنه له دولت څخه غواړې چې وېبسایټ یا کومه بله لاره جوړه کړي ترڅو عام وګړي په آنلاین توګه هغو معلوماتو ته لاسرسی ولري چې په افغانستان کې د کووېډ-۱۹ لپاره ملاتړ ترلاسه شوی او یا هم په لګښت رسېږي.

سرچینې لیکلي دي:«مونږ په کلکه وړاندیز کوو چې هېڅ زورواکی او دولتي چارواکی باید په درملنې او ازموینې کې لوړ لومړیتوب ونه لري، بې له هغو چې اجازه ورکړل شي لکه امنیتي ځواکونه او د لومړۍ کرښې ځواب ویونکي (روغتیایي کارکوونکي او د اور وژونکي). مونږ لا مخکې د لومړۍ کرښې ځواب ویونکي له لاسه ورکړي – په ځانکړي توګه ډاکټران – د دوي خونديتوب باید د افغانستان لومړیتوب وي.»

login or register a new account.