ژبه

امنیت ملي د داعش د یوه بل مهم پاکستاني غړي د نیولو خبر ورکړ

کابل (پژواک، ۳ غویی ۹۹) : د ملي امنیت لوی ریاست د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د داعش د یوه بل مهم پاکستاني غړي د نیولو خبر ورکړی دی.

په کابل کې د ملي امنیت لوی ریاست لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد تن د ځانګړو ځواکونو په ځآنګړو عملیاتو کې نیول شوی دی.

سرچینې زیاته کړې چې نیول شوی تن منیب نومیږي خو په ابو بلال، حارث، ابو هلال او ابو هُمام هم مشهور و او دداعش یو له مرکزي مشرانو څخه ګڼل کیږي.

امنیت ملي ویلي، نیول شوی تن دغه راز دداعش ډلې قاضي او له نورو ترهګرو ډلو (لشکر طیبه، حقاني شبکې، صپاه صحابه او جمعیت علماء اسلام ) سره دداعش د اړیکو مسوول هم و.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، نوموړي د پلټنو پرمهال اعتراف کړی چې له نورو ترهګرو ډلو سره دداعش څه ډول اړیکې یې جوړولې او معلومات یې سره شریکول.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د داعش ډلې د مشرانو تر نیولو او وژلو وروسته اوس یې د ټیټ پوړو مشرانو او غړو پر ضد یې جدي عملیات پیل کړي دي.

د یادونې وړ ده چې امنیت څو اونۍ مخکې په کندهار ولایت کې دداعش ډلې مشر اسلم فاروقي چې د  پاکستان اوسیدونکی له ۲۰ مهمو کسانو سره نیولی و، پاکستان یې د سپارلو غوښتنه کړې خو افغانستان انکار کړی دی.

دغه راز پرون د ملي امنیت ریاست په کندهار کې دداعش ډلې د شپږو نورو غړو د نیولو خبر ورکړی و.

login or register a new account.