پل علم ( پژواک،۳ غویی ۹۹): د لوګر سیمه ییزچارواکي وایي چې د وسله والو طالبانو په برید کې د مس عینک کان اته ساتونکي وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
دلوګر ولایتي شورا رییس حسیب الله ستانکزي د غويي په درېیمه پژواک ته وویل چې وسله والو طالبانو تېره شپه د محمداغې ولسوالۍ اړوند د مس عینک کان د آبران سیمې پر امنیتي پوستې برید کری دی.
ستانکزي زیاته کړه: (( د طالبانو په برید کې د مس عینک کان اته ساتونکي وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.))
د ولایتي شورا رییس دا هم وویل، چې د مس عینک امنیتي پرسونل د وسلو او مهماتو له پلوه په سمه توګه نه دی تجهیز شوی او که د کورنیو چارو وزارت د عامه تاسیساتو ریاست دې برخې ته پاملرنه ونه کړي په راتلونکې کې به ورته نورې پېښې هم رامنځته شي.
د مس عینک کان د غونډ قوماندان عبدالهادي احمدزي پژواک ته وویل چې تېره شپه طالبانو د مس عینک کان پر یوې کمربندي پوستې برید کړی چې له امله يې اته پولیس وژل شوي دي.
د محمداغې ولسوالۍ امنیه قوماندان څارمن مسعود عثماني هم پېښه تایید کړه او ويې ویل چې په دغه برید کې اته پولیس وژل شوي دي.
بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یادونې ده چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې هم د طالبانو په برید کې د یاد کان لس ساتونکي وژل شوي وو.
login or register a new account.