کابل (پژواک، ۴ غویی ۹۹) : د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پاکستان او قطر له مشرانو سره په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو په اړه خبرې کړې دي.
د پاکستان دولتي راډیو د راپور له مخې, د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ترمنځ پرون ناوخته ټیلېفوني خبرې کړې دي.
سرچینې زیاته کړې چې دواړو مشرانو د کرونا پر ضد پر ګډې مبارزې او د افغانستان سولې پروسې په اړه په تفصیل سره خبرې وکړې.
په دې خبرو کې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي چې دوی به دافغانستان سولې پروسه کې داسانتیاوو رامنځته کولو ته ادامه ورکوي .
هغه زیاته کړې ، داسې اقدامات باید وشي چې ژر تر ژره بین الافغاني مذاکراتو ته لاره هواره شي.
بلخوا په واشنګټن کې د سپینې ماڼۍ لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر ټرمپ د پاکستان لومړي وزیر عمران خان او د قطر امیر شیخ تمیم بن حماد الثاني سره په جلا جلا ټیلېفوني اړیکو کې د افغان سولې پروسې په اړه خبرې کړې دي.
سرچینې زیاته کړې چې په دې خبرو کې پر دې ټینګار شوی، چې څه ډول په افغانستان کې روان تاوتریخوالی کم کړای شي.
سپینې ماڼۍ دغه راز ویلي چې دوی د افغان حکومت او طالبانو لخوا د بندیانو پر خوشې کولو او د بین الافغاني مذاکراتو د پیلېدو په اړه هم خبرې کړې دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د قطر له امیر څخه مننه کړې چې په افغان سولې پروسه کې یې همکاري کړې ده.
د یادونې ده، چې د ۱۳۹۸ لمریز کال د کب په ۱۰مه، په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ تړون لاسلیک شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې دافغانستان حکومت تر اوسه په پنځو پړاوونو کې ۴۳۲ د طالبانو بندیان او طالبانو ۶۰ تنه دولتي بندیان خوشې کړي دي.
د امریکا ولسمشر په داسې حال د تاوتریخوالي پر کمولو خبرې کړې دي چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې یو ځل بیا جګړو زور اخیستی او پرون په ټول افغانستان کې لسګونو سرتېرو او طالب وسله و الو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
login or register a new account.