کابل (پژواک، ۶ غویی ۹۹) : د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له افغان مشرانو غوښتي چې سیاسي اختلافات حل او خپل هېواد او خلکو ته لومړیتوب ورکړي.
نوموړي دغه څرګندونې د غویي په ۶مه، سهار وخته په خپله ټویټرپاڼه کې د افغانستان په تړاو د
ناټو د پرونۍ اعلامیې په غبرګون کې کړې او ددې اعلامیې هرکلی یې کړی دی.
ناټو پرون په خپله اعلامیه کې له طالبانو غوښتي و، چې روان تاوتریخوالی ژر تر ژره بند او له افغان سیاسیونو یې غوښتي و، چې اختلافات ډډې ته کړي، ټولشموله حکومت جوړ او بین الافغاني مذاکرات پیل کړي.
زلمي خلیلزاد زیاته کړې، دافغانستان د سولې او ثبات لپاره د ناټو سازمان اندېښنې او وړاندیزونه مهم دي.
هغه ویلي، ناټو یو ځل بیا په افغانستان کې له کرونا سره د ښې مبارزې لپاره د بشري اوربند غوښتنه کړې چې باید ومنل شي.
خلیلزاد وایي چې د سیاسي شخړو هواری او دبندیانو د خوشې کولو لړۍ ګړندي کول هم اړین دی.
دامریکا استازي زیاته کړې، څومره ژر چې کېدای شي اړونده افغان خواوې باید یادې غوښتنې ومني څو افغانستان له غربت، جګړو او خرابیو څخه ووځي.
خلیلزاد په ډاګه کړې چې دامریکا او طالبانو تړون په افغانستان کې سولې لپاره یو فرصت رامنځته کړی، امریکا او نړیواله ټولنه پر افغان مشرانو غږ کوي چې خپل هېواد او خلکو ته لومړیتوب ورکړي.
امریکا او ناټو په داسې حال کې له افغان مشرانو دسیاسي اختلافاتو د هواري غوښتنه کړې چې د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله ترمنځ د جوړجاړي خبرې وروستیو مرحلو ته رسېدلي او سرچینې وایي چې عبدالله به ژر د مصالحې شورا مشرۍ ته غاړه کیږدي.
login or register a new account.