ژبه

د امریکا دفاع وزیر طالبانو ته : تاوتریخوالی کم او د سولې له فرصته استفاده وکړئ

کابل (ژواک، ۷ غویی ۹۹) : دامریکا دفاع وزیر هم په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر کمولو ټینګار کړی او ویلي يې دي چې د سولې له شته فرصت څخه باید ژر تر ژره استفاده وشي. 

د امریکا دفاع وزیر مارک اسپیر دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د ټولې نړۍ لخوا په افغانستان کې داوربند غوښتنې طالبانو رد کړي او تاوتریخوالی یې زیات کړی دی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا پرون وویل چې طالبانو په تېرو ۵۰ ورځو کې چې په قطر کې یې له امریکا سره تړون لاسلیک کړی ۷۸۹ تنو ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اړولې او هره ورځ یې په اوسط ډول ۵۰ بریدونه کړي دي.

دامریکا دفاع وزیر مارک اسپیر د افغانستان په اړه د ناټو د اعلامیې ملاتړ کړی او یو ځل بیا یې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه کړې ده.

هغه پرون په خپل ټویټرپاڼه کې لیکلي چې طالبان باید تاوتریخوالی کم او د سولې لپاره له رامنځته شوي فرصت څخه ګټه پورته کړي.

نوموړي زیاته کړې, امریکا او ناټو غواړي چې روان تاوتریخوالی کم او بین الافغاني مذاکراتو ته زمینه برابره شي.

اسپیر ویلي ،اوس ددې وخت رارسېدلی چې ټولې خواوې د سولې له فرصته استفاده وکړي او په افغانستان کې د دوامدارې سولې لپاره کار وکړي

د یادونې ده چې د ناټو په اعلامیه کې د تاوتریخوالي د کمولو او د افغان سیاسي مشرانو ترمنځ د اختلافاتو په له منځه وړلو ټینګار شوی و.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي هېوادونو سازمان هم په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر کمولو ټینګار کړی.

دامریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد داسلامي کنفرانس له اعلامیې هرکلی کړی دی.

login or register a new account.