کابل (پژواک، ۷ غویی ۹۹) : د ملي دفاع وزیر او د شمال د امنیت څیړلو په موخه بلخ ولایت ته سفر کړی او له ځایی مسوولینو سره یې لیدلی دي.
د ملي دفاع وزارت لخوا د غویي په ۷مه، پژواک اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي دفاع وزیر ستر جنرال اسدالله خالد او د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت قوماندان جنرال سکاټ میلر نن بلخ ولایت ته سفر وکړ.
سرچینې زیاته کړې چې ددې سفر پر مهال دوی د ۲۰۹ شاهین قول اردو او د ۲۱۷ پامیر قول اردو له قوماندانانو او نورو ځایی پوځي مشرانو د شمال پر امنیت خبرې وکړې.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دوی د ملي اردو سرتیرو او افسرانو له نږدې ولیدل او د هغوی ستونز او غوښتنې یې واوریدل.
دغه راز پلاوي د روضې له بیلابیلو ساحو څخه هم لیدنه وکړه.
login or register a new account.