کابل (پژواک، ۹ غویی ۹۹) : د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست حنیف اتمر خپل چینایي او تاجکستاني سیالانو سره پر یو لړ موضوعاتو خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت له خوا د غویي په ۹مه، پژواک اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې حنیف اتمر د چین او تاجکستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې کړې دي.
سرچینې زیاته کړې چې د بهرنیو چارو دواړو وزیرانو حنیف اتمر ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په توګه د ټاکل کېدو مبارکي ورکړې او هیله يې څرګنده کړې چې له افغانستان سره يې اړیکې نورې هم پیاوړې شي.
حنیف اتمر د چین له بهرنیو چاارو وزیر څخه مننه وکړه، چې د کرونا ویروس پر ضد یې له افغانستان سره د بېلا بېلو توکو مرسته کړې ده.
دغه راز دواړو د یو کمربند یوې لارې پروژې، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا،د ترهګرۍ پر ضد پر ګډې مبارزې او د افغان سولې پروسې په اړه هم خبرې کړې دي.
اتمر له چین څخه وغوښتل چې په افغانستان کې کرونا سره د ښې مبارزې لپاره د بشري اوربند په اړه خپل رول ترسره کړي .
د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې دوی خپلې پولې د سوداګرۍ لپاره له افغانستان سره پرانیستې پرېیښې او دا به ادامه ولري.
نوموړي د افغانستان د حکومت په مشرۍ او مالکیت د سولې له پروسې ملاتړ وکړ.
login or register a new account.