کابل (پژواک، ۹ غویی ۹۹) : امریکا د افغانستان پر زیربناوو او برېښنا پایو وروستي بریدونه په کلکه غندلي دي.
دغه څرګندونې د سوېلي او منځنۍ اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس وېلز د غویي په ۹مه، په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي.
هغې زیاته کړې، افغانان د کرونا وېروس له امله له ډېرو ننګونو سره مخ دي، خو اورپکو د برېښنا پایو په ویجاړولو سره کابل کې پر روغتونونو او کورونو برېښنا درولې ده.
مېرمن ویلز وایي: "زه افغانستان کې پر زېربناوو وروستي بریدونه په کلکه غندم، افغانان باید له کوېډ-۱۹ سره مبارزې ته متحد شي".
د نوموړې دا څرګندونې له هغه وروسته دي چې وړمه شپه د کابل شمال ته د برېښنا پایې په ماینونو والوځول شوې او چارواکي وایي، په لنډمهالي ډول یې د برېښنا مزي نښلولي، خو پوره نښلول به یې تر څلور پنځو ورځو پورې وخت وغواړي.
د برېښنا شرکت په خبره،د دغې پایې له چپه کېدو سره په کابل، ننګرهار، لغمان، میدان وردګ، غزني، لوګر، پکتیا او خوست کې زرګونه کورنۍ له برېښنا بې برخې شوې دي.
د برېښنا شرکت وایي، نن سهار کابل ښار ته د برېښنا ۱۲۰ میګاواټه یو مزی وتړل شو.
سرچینې زیاته کړې، ددغو پایو پر ترمیم ۲۳ میلیونه افغانۍ لګښت راځي او د برېښنا د نشتوالي له امله لسګونه میلیونه عاید کمیږي.
د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې دوی دغه کار کې لاس نه لري او نه هم له برېښنا مزو سره ستونزه لري.
login or register a new account.