ژبه

د ناټو ملکي استازی: افغانستان بدل شوی، خلک د طالبانو رژیم بیا نه غواړي

کابل (پژواک، ۹ غویی ۹۹) : له کابل څخه تلونکی د ناټو ملکي استازی وایي چې اوس افغانستان بدل شوی او هیڅوک د طالبانو پخوانی رژیم بیا نه غواړي.

دغه څرګندونې په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي نیکولاس کې د خپلې دندې له پوره کېدو څو ورځې مخکې په بېلا بېلو ویډیویي پیغامونو کې کړې چې د هغه په ټویټرپاڼه کې خپاره شوې دي.

هغه چې له دې مخکې په افغانستان کې د بریتانیا سفیر هم پاتې شوی، په یوه ویډیوي پیغام کې یې طالبانو ته ویلي چې که څه هم اوس يې ورسره خبرې نه دي کړي، خو ۲۵ کاله مخکې یې په کندهار کې د طالبانو له شورا سره خبرې کړې دي.

نیکولاس کې زیاته کړې : ((د ۱۹۹۵ زیږدیز کال په مارچ میاشت کې مې له یو شمېر نورو دیپلوماټانو سره کندهار ته سفر وکړ او د طالبانو د شورا له غړو سره مو ولیدل.))

د ناټو ملکي استازي ویلي، هغه مهال د طالبانو تحریک نوی پیل شوی و، ډېرو خلکو فکر کاوه چې دوی به امنیت تامینوي، خو طالبانو د یوه حرکت په توګه خپله لاره ورکه کړه، اوس ۲۵ کاله هم دوی عام افغانان نارینه، ښځینه سپین ږیري او ماشومان وژني .

ده زیاته کړې, طالبان غواړي چې خپل رژیم یو ځل بیا پر خلکو وتپي.

نیوکلاس کې وایي : (( په تېرو ۳ کلونو کې ډېرو ولایتونو ته تللی یم، ډېرو افغانانو سره مې لیدلي دي، افغانستان اوس بدل شوی, اوس ۲۵ کاله پخوانی افغانستان نه دی، هغوی اوس د طالبانو رژیم نه غواړي. اوس هغه څوک غواړي چې دې هېواد ته سوله او ثبات راوړي.))

د هغه په وینا، افغانان د هرهغه چا هرکلی کوي چې په دې هېواد کې امنیت اوسوله راولي، د خلکو حقوقو ته درناوی ولري، د خلکو سیاسي او مدني حقوق ورکړي.

د ناټو ملکي استازی پر طالبانو غږ کوي چې نوی افغانستان درک کړي او راشي له نوي افغانستان سره یو ځای شي.

په یوه بل ویډیويي پیغام کې نیکولاس کې ویلي چې د افغانستان له مدني ټولنې، ځوانانواو رسنیو خوږې خاطرې لري، او هیڅکله به یې هېرې نه کړي.

ده زیاته کړې چې د افغانستان نیمایي نفوس له ۱۸ کلونو کم عمر لرونکي دي او ځوانان د خپل هېواد او خلکو د راتلونکي لپاره له زړه څخه کار کوي.

د ناټو ملکي استازي د بېلګې په توګه د هلمند د سولې کاروان غړو یادونه کړې چې ورسره یې لیدلي او د هغوی د ژمنتیا یې ستاینه کړې چې د سولې او اوربند لپاره تر کابله پلي راغلل.

login or register a new account.

ورته موضوع