ژبه

په منځنۍ کچه اویا سلنه خلک د غویي اوومه او اتمه د افغانانو لپاره بدې ورځې بولي

کابل (پژواک، ۸ غویی ۹۹): د پژواک د یوې سروې ۹۰ سلنه ګډونوال د ۱۳۵۷کال د ثور اوومه (د خلق ګوند کودتا) او د بلې سروې ۸۰ سلنه ګډونوال د۱۳۷۱ کال د ثور اتمه (د مجاهدینو د بریا ورځ) د افغانستان د تاریخ بدې ورځې بولي.

د خلق دموکراتیک ګوند د ۱۳۵۷ کال د غویي په اومه کودتا وکړه، د وخت د ولسمشر محمد داوود جمهوري نظام یې ړنګ کړ. وروسته د افغانستان خلک د خلق ګوند د کمونستي نظام پر ضد راپورته شول او د ١٣٥٨ کال مرغومې په شپږمه شوروي پوځیانو د خلق ګوند د واکمنۍ په ملاتړ پر افغانستان یرغل وکړ.

د افغانستان د خلکو د مقاومت په پایله کې شوروي پوځیان د د ١٣٦٦ کال سلواغې په ٢٦ مه له افغانستان څخه وتو ته اړ شول، خو د راپورونو له مخې د شوروي د یرغل پر مهال تر یو میلیون ډېر افغانان ووژل شول، په میلیونونو د خپل هېواد پرېښودو ته اړ شول او افغانانو ډېر درانه مالي زیانونه هم ولیدل. 

د ۱۳۷۱ کال د غویي په اتمه په افغانستان کې د ډاکټر نجیب الله کمونست پلوه حکومت ړنګ شو او واک د مجاهدینو د ځینو ډلو لاسته ولوېد. ورپسې کابل کې د مجاهدینو د ځینو ډلو تر منځ خپل منځي جګړې پیل شوې او په دغو جګړو کې د نجیب د واکمنۍ ځینې جنرالانو هم برخه لرله.  

په دغو جګړو کې د کابل ډېره برخه ورانه شوه او ځینې راپورونه ښیي چې په دغو کورنیو جګړو کې زرګونه کسان ووژل شول.

پژواک خبري اژانس په خپله فېسبوکپاڼه کې د ۱۳۵۷ کال د غویي د اوومې او د ۱۳۷۱ کال د غويي د اتمې ورځو په اړه دوې ځانګړې نظرپوښتنې تر سره کړي دي. دغه نظرپوښتنې په انلاین بڼه ترسره شوې او د سروې معیارونه نه شي پوره کولای.

د غويي اوومه

د غویي د اوومې په اړه نظرپوښتنه کې ۱۱۳۰۰ کسانو برخه اخستې او له دې ډلې ۹۰ سلنه د سروې ګډونوالو د ۱۳۵۷ کال د غویي اوومه (د خلق ګوند کودتا) بده ورځ بللې، خو لس سلنه نورو وېیلي چې دا افغانستان لپاره ښه ورځ وه.

په دې اړه ۳۳۹ کسانو بېلابېلې تبصرې هم کړي دي.

login or register a new account.