کابل (پژواک، ۱۰ غویی ۹۹) : په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر وايي، که طالبان تاوتریخوالي ته دوام ورکړي، له ورته ځواب سره به مخامخ شي.
جنرال سکاټ مېلر دغه څرګندونې پرون په کابل کې د افغان ځانګړو ځواکونو له قول اردو څخه دلیدنې پر مهال کړې دي.
د یادې قول اردو له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد او د یادې قول اردو قوماندان او نورو امنیتي مسوولینو هم شتون درلود.
جنرال مېلر ویلي چې طالبان باید د سولې او تاوتریخوالي کمولو په اړه له رامنځته شوي فرصت څخه ګټه واخلي.
نوموړي زیاته کړې: "که چېرې طالبان تاوتریخوالي ته دوام ورکړي، باید د ځواب په تمه شي، هغوی باید تاوتریخوالی کم کړي."
د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد هم د طالبانو بریدونو ته په اشارې ویلي چې سوله د افغان حکومت له لومړیتوبونو څخه ده.
خالد هم ګواښ کړی که چېرې طالبان د سولې غږ ته لبیک ونه وايي، د هغه په خبره افغان ځواکونه اوس مهال په «فعال دفاعي» حالت کې دي چې د طالبانو هر ډول بریدونو ته به ځواب ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د تېر کال د کب په ۱۰مه، په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ تر تړون وروسته یوه اوونۍ تاوتریخوالی کم شوی و ، خو په دې وروستیو کې یو ځل بیا زیات شوی دی.
نن په کابل کې د یوه ځانمرګي برید ترڅنګ چاودنه هم شوې چې له امله یې درې ملکي وګړي ووژل شول او تر ۲۰ زیات ټپیان شوی دي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا روانه اوونۍ وویل چې طالبانو له امریکا سره د سولې تړون تر لاسلیک وروسته ۲۸۰۴ بریدونه کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو، ناټو او د اسلامي هېوادونو همکارۍ سازمان په افغانستان کې د ښکېلو اړخونو ترمنځ د ژر تر ژره اوربند غوښتنه کړې ده.
د روژې په مناسبت پیغام کې ولسمشر غني هم یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ چې د کرونا ویروس له امله رامنځته شوي وضعیت له امله اوربند وکړي.
login or register a new account.