کابل (پژواک، ۱۰ غویی ۹۹) : د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت وایي چې په دولتي ادارو کې له ښځینه معلولینو سره د توپیر چلند او جنسي ځورونې په اړه د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان وروستی راپور ترلاسه او څېړلی دی.
پرون د بشري حقوقو د څار نړیوال سازمان په یوه راپور کې ادعا کړې چې د افغانستان په ځینو سیمو او ادارو کې معلولې ښځې د مرستو ترلاسه کولو پر مهال له جنسي ځورونو سره مخامخ کیږي.
یاد سازمان په خپل راپور کې، چې د هېواد په درېیو ولایتونو ( کابل، مزار شریف او هرات) کې یې ترسره کړی، د ښځینه معلولینو پر وړاندې د توپیري چلند او جنسي ځورونې تر څنګ د ځینو نورو موضوعاتو یادونه هم کړې ده.
خو د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت وایي، چې دوی یادو موضوعاتو ته له وړاندې رسیدنه کړې وه، چې ځینې یې ترسره او ځیني یې تر کار لاندې دي.
د یاد وزارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان ډېر تمرکز په دولتي ادارو کې د ښځینه معلولینو په توپیري چلند او ځورونې کړی، خو وزارت ته په دې اړ رسمي شکایت نه دی شوی او نه هم اسناد او شواهد موجود دي.
سرچینې زیاته کړې، د هیڅ معلولیت لرونکي وګړي پر وړاندې توپیري چلند د منلو وړ نه دی او ټولو ته له قانون سره سم د دوی حقوق او امتیازات ورکول کېږي.
په خبرپاڼه کې راغلي، دغه وزارت معلولیت لرونکو وګړو ته د دوی د حقوقو ورکړې تر څنګ د ژوند په نورو اړینو برخو لکه زده کړو، کارموندنې، عامه پوهاوي، توپیري چلند ختمونې، روغتیایي خدمتونو، عامه خدمتونو او فزیکي لاسرسي په برخو کې بنسټیز کارونه ترسره کړي او له نورو ادارو سره د همکارۍ د لاسلیک شویو هوکړه لیکونو پر بنست دوی ته د امکاناتو او اسانتیاوو برابرولو لپاره کار کوي.
سرچینې ویلي، د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت چمتو دی، چې د یادو موضوعاتو په اړه د خپلو اجرااتو راپور ملت سره شریک او د بشر حقونو د څار نړیوال سازمان د وروستي راپور په اړه سپیناوی وکړي.
login or register a new account.