کابل(پژواک، ۱۰ غویی ۹۹): طالبانو وروسته له هغه چې پر کرونا ناروغۍ د ۴۶ بندیانو د اخته کېدو خبر خپور شو، ګواښ کړی چې که بندیان یې تلف شي، د هر یوه پوښتنه به وکړي او انتقام به یې واخلي.
د زندانیانو د تنظیم ادارې تېره شپه وویل چې کابل کې ۴۷ بندیان په کووید ۱۹ (کرونا ویروس) اخته شوي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، له دغو زندانیانو یوه ښځه ده چې د ښځینه وو په زندان کې پر دغې ناروغۍ اخته شوې، اووه تنه د نشه یي توکو په زندان کې او پاتې نور د پلچرخي په مرکزي زندان کې د کرونا ناروغۍ نیولي دي.
طالبانو نن په دې اړه د اعلامیې په خپرولو سره اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي :«موږ لا پخوا خبرداری ورکړی و چې په زندانونو کې د بندیانو وضعیت وخیم دی، تراکم زیات دی، د خوراک، څښاک او تداوي په برخه کې ګڼې ستونزې شتون لري، که په داسې حال کې زندان ته د کرونا ساري ناروغي هم داخله شي، وضعیت په ناورين بدلیدلای شي.»
هغوی زیاته کړې چې په دې برخه کې د امریکا متحده ایالاتو ته مستقیم مسوولیت راجع کیږي، ځکه چې که یې د شویې توافقنامې په عملي کېدو کې له جدیت څخه کار اخیستی وای اوس به د بندیانو په خلاصون برسېره نور هم ډېر پرمختګ شوی وای او بندیان به له دې خطر سره نه مخ کېدل.
سرچینه لیکي چې د حکومت چارواکو، «د بشر د حقوقو په نامه سازمانونو او د انساني همدردۍ شعار ورکونکو» ټولو یاده موضوع جدي ونه نیوله او حالات يې ډېر نازک حد ته را رسولي دي. »
طالبان لیکي: «اسلامي امارت د خپلو بندیانو د صحت په اړه جدي اندېښنه لري، له نړیوالو بېلابېلو بشري نهادونو څخه غواړي چې له یادې انساني موضوع سره صرف سلیقوي او سیاسي برخورد ونه کړي؛ بلکې په جدیت سره د انسانانو د ژوند په نجات کې خپل مسوولیت ادا کړي.»
طالبان ګواښ کوي او لیکي:«ټول جهتونه دې خبر وي چې که خدای مه کړه د اسلامي امارت بندیان تلف شي، د هر فرد پوښتنه به کیږي او له سخت زړي دښمن څخه به يې انتقام اخیستل کیږي.»
دوی خپلو بندیانو ته سپارښتنه کړې چې په لوی الله توکل وکړي او تر ممکنه حده صحي لارښوونې په پام کې ونیسي.
تر اوسه افغانستان کې ۱۸۲۸ کسان په کرونا ناروغۍ اخته شوي او له دغې ډلې ۵۸ تنه مړه او ۲۲۸ نور بېرته روغ شوي دي.
د افغانستان حکومت تر اوسه له کرونا سره د مبارزې او سولې هڅو په لړ کې په شپږو پړاونو کې ۴۸۷ طالب بندیان خوشي کړي او دا لړۍ روانه ده. طالبانو هم د دولتی ځواکونو لسګونه بندیان خوشي کړي.
د طالبانو او امریکا تر منځ د تېر کال د کب په لسمه د سولې هوکړه وشوه. د دغې هوکړې له مخې باید د سولې د بین الافغاني خبرو تر پیل مخکې ۵۰۰۰ د طالبانو او زر تنه د دولت بندیان خوشې شي.
login or register a new account.