کابل (پژواک، ۱۰ غویی ۹۹) : ناټو وایي چې د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې یې پر افغان ملي ځواکونو د کرونا ضد توکي وېشلي دي.
په بروکسل کې د یاد سازمان مطبوعاتي دفتر له خوا دغویي په ۱۰مه، پژواک اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د امنیت ترڅنګ دوی د کرونا ضد مبارزه کې هم له افغان ځواکونو سره همکاري کوي.
سرچینې زیاته کړې، په تېرو دوو اوونیو کې په افغانستان کې د ناټو د روزنې د غوڅ ملاتړ ماموریت په ۱۴ ولایتونو کې پر افغان ځواکونو ۶۳ زره ماسکونه، ۳۱ زره دستکش او له ۳۵ زرو ډېر د سنیټټایزر او ضد عفوني نور توکي وېشلي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې ددې ترڅنګ نور زرګونه طبي او وقایوي وسایل او درمل یې هم ورکړي دي.
ناټو ویلي چې دا توکي یې په پنجشېر، پروان، نورستان، هرات، غور، فراه، بادغیس، کابل، نیمروز، کندهار، اروزګان، زابل، دایکنډي او هلمند ولایتونو کې ورکړي او دا لړۍ ادامه لري.
د یاودنې ده چې په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو په حال کې ده او تر اوسه نږدې دوه زره کسان پرې اخته ، ۶۱ مړه او ۲۵۸ روغ شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن