کابل (پژواک، ۱۱ غویی ۹۹) : د اروپایي ټولنې سفیرانو یو ځل بیا په افغانستان کې د سیاسي اختلافاتو پر هواري د ټینګار ترڅنګ له ډاکټر عبدالله غوښتي چې سیاسي بېلتون پای ته ورسوي.
په کابل کې د اروپایي ټولنې له خوا د غویي په ۱۱مه، یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ددوی او ناروې یو شمېر سفیرانو پرون د غږیز کنفرانس له لارې ډاکټر عبدالله سره خبرې کړې دي.
سرچینې زیاته کړې چې دوی ټولو په یوه خوله د سیاسي شخړې پر هواري ټینګار وکړ .
په خبرپاڼه کې راغلي : ((که چېرې دا سیاسي شخړه ژر هواره نه شي، نو دافغانستان او افغانانو راتلونکی له ستر ګواښ سره مخ کوي.))
په خبرپاڼه کې خبرداری ورکړل شوی چې که سیاسي ناندرۍ هوارې نهشي، دا به له افغانستان سره په راتلونکو امنیتي او پراختیایي مرستو اغېز وکړي.
د اروپایي ټولنې په خبرپاڼه کې غوښتنه شوې چې دا مهال باید د افغانانو ملي ګټو ته ارزښت ورکول شي، د کرونا پر وړاندې مبارزه وشي او بینالافغاني خبرې پیل شي.
بلخوا پخواني اجراییوي رییس ډاکټر عبدالله په ټویټر کې لیکلي چې له یادو سفیرانو سره یې دافغانستان پر وروستیو حالاتو او د کرونا پرضد د مبارزې په اړه خبرې کړې دي.
ولسمشرۍ ماڼۍ تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
login or register a new account.