کابل (پژواک، ۱۲ غویی ۹۹) : د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر ډاډ ورکړ چې د هند په ګډون په ټولو هېوادونو کې به د افغان محصلینو ستونزو ته په لومړي سر کې رسېدنه وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت له خوا د غویي په ۱۲مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر چې د اقتصادي همکاریو معین میرویس ناب او د اړوندو ادارو مسوولینو هم حضور درلود, پرون د ویډیو کنفرانس له لارې په هندوستان کې د مېشتو افغان محصلینو له استازو سره په خبرو کې د کرونا د ناروین پر مهال د دوی ستونزې او اړتیاوې وڅېړلې.
سرچینې زیاته کړې، په دې ویډیو کنفرانس کې یو شمېر محصلینو په هند کې د نورو محصلینو په استازیتوب د قرنطین پرمهال د ګرځبندیز له امله زیات شمېر محصلین له مالي ستونزو سره مخ شوي او ورځ تر بلې پرې رواني فشار زیاتیږي.
دوی همدارنګه د کرونا ناروغانو د انزوا له مرکزونو سره په نږدې فاصله کې د لیلیو د شتون له امله خپله اندېښته د وزارت رهبرۍ ته وړاندې کړه.
حنیف اتمر د افغان محصلینو ترمنځ د یووالي او انسجام له امله خوښي وښوده او له محصلینو یې وغوښتل چې د خپلو استازو له لارې همغږي پیاوړي کړي او وخت په وخت د ټولنیزو شبکو او له نورو ممکنه لارو څخه په ګټه اخيستنې د یو بل له حاله ځانونه خبر وساتي.
هغه محصلینو ته وويل چې د هندوستان په ګډون به د نړۍ په هره برخه کې د افغان محصلینو حالت په خپله وڅاري او دوی ته یې د بېړنیو اقداماتو کولو ډاډ ورکړ.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د محصلینو د ستونزو له اورېدو وروسته په هندوستان کې د افغانستان له سیاسي استازوليو سره د ویډيو کنفرانس له لارې خبرې وکړې او دوی ته یې لارښوونه وکړه چې د ستونزو د هر اړخیز حل په موخه په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې خپله طرحه د وزارت رهبرۍ ته وړاندې کړي, تر څو په اړه یې بېړني اقدامات وشي.
د یادونې ده چې پرون محصلینو د ویډیو له لارې چې په ټولنیزو شبکو کې خپره شوې وه، له اړونده مسوولینو د خپلو ستونزو د هواري غوښتنه کړې وه.
login or register a new account.