ژبه

طالبانو د حکومت ۱۲ نور بندیان خوشې کړي

کابل (پژواک، ۱۲ غویی ۹۹) : طالبانو اعلان کړی چې د حکومت ۱۲ نور بندیان يې خوشې کړي چې له دې سره د طالبانو له خوا د خوشې شویو بندیانو شمېره ۱۱۲ تنو ته ورسېده.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین په ټولنیزه شبکه ټویټر کې لیکلي چې دا بندیان یې په کندوز ولایت کې خوشې کړي دي.

ده زیاته کړې، طالبان غواړي چې د بندیانو د خوشې کولو لړۍ ګړندۍ کړي، څو د کرونا له ناروغۍ څخه وژغول شي.

ده وویل چې په دې کې څلور هغه ټپي سرتېري هم شامل وو چې دوی له ضمانت سره روغتون ته لېږلي وو.

د یادونې ده چې د افغانستان حکومت په اوو پړاوونو کې په اتلسو ولایتونو کې تر اوسه د طالبانو ۵۵۰ تنه بندیان خوشې کړي دي.

د طالبانو او امریکا ترمنځ د ۱۳۹۸ دکب په ۱۰مه، په قطر کې د شوي تړون له مخې په لومړیو لسو ورځو کې باید د طالبانو پنځه زره او د حکومت زر تنه بندیان خوشې شوي وای.

خو د ځینو تخنیکي ستونزو له امله دا لړۍ ځنډېدلې ده، د افغانستان حکومت پر اوربند ټینګار کوي، خو طالبانو تر اوسه د تاوتریخوالي له کمولو او د اوربند له کولو انکار کړی دی.

login or register a new account.