کابل (پژواک، ۱۲ غویی ۹۹) پخواني اجراییه رییس ډاکټر عبدالله ویلي چې له ارګ سره په مذاکراتو کې پرمختګ شوی او په اصولو کې موافقې ته رسېدلي دي.
هغه نن د غویي په ۱۲مه، په خپله رسمي فیسبوک پاڼه کې لیکلي : (( لکه څرنګه چې هېوادوال خبر دي، له یوې مودې راهیسې د هېواد د روان سیاسي بحران د هواري په موخه د ثبات او همپالنې او دولت ساز ټیمونو ترمنځ د هېواد د ځینو ملي شخصیتونو له خوا هڅې روانې وې.))
ډاکتر عبدالله خلکو ته ډاډ ورکړی چې په دې مذاکراتو او خبرو اترو کې پرمختګونه شوي، پر اصولو موافقه شوې او اوس پر جزییاتو او د تړون پر نهایي کولو کار روان دی.
هغه هیله څرګنده کړې چې له کرونا ویروس څخه د رامنځته شوي بحران او له اقتصادي ستونزو سره د مقابلې لپاره به ژر یوې هوکړې ته ورسیږي.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي هم پژواک اژانس ته وویل چې په هېواد کې د سیاسي بحران د هواري لپاره په روانو هلو ځلو کې پرمختګونه شوي دي.
هغه زیاته کړه، چې د حکومت مشرتابه غواړي چې په هېواد کې روان سیاسي بحران ژر تر ژره هوار او په دې تړاو په بېلا بېلو کچو هڅې روانې دي.
صدیقي وایي، ولسمشر او مرستیالان یې د سیاسي اختلافاتو هواري ته ژمن دي.
دا په داسې حال ده چې د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د یوناما له مشرې سره د خبرو پر مهال خبر ورکړی چې د ولسمشر اشرف غني او عبدالله ترمنځ روان سیاسي اختلافات ژر پای ته ورسیږي.
هغه زیاته کړې :"د یووالي د ټینګښټ او همغږۍ لپاره د ملي مشارکت حکومت په چوکاټ کې هڅې روانې وې،په راتلونکو څو ورځو کې به دواړه لوري یوه وروستي توافق ته ورسیږي او عبدالله عبدالله به د مصالحې عالي شورا مشري په غاړه واخلي."
بله خوا له تېرې ورځې راهیسې په ټولنیزو شبکو کې یوه طرحه خپریږي چې ګوندې د ثبات ټیم له خوا ارګ ته وړاندې شوې ده.
د ثبات اوهمپالنې ټیم ویاند فریدون خوځون پژواک ته وویل چې دا طرحه نهایي نه ده، کله چې نهایي شوه دوی به یې له رسنیو سره شریکه کړي.
د یادونې ده، چې پخواني ولسمشر حامد کرزي ، جهادي مشر استاد سیاف او ځینو نورو کسانو له څو اوونیو راهیسې د سیاسي اختلافاتو د هواري لپاره هلې ځلې کولې.
login or register a new account.