کابل (پژواک، ۱۲ غویی ۹۹) : د ملي دفاع وزارت وایي چې په لوګر او میدان وردګو ولایتونو کې د دفاعي عملیاتو په ترڅ کې ۳۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ملي دفاع وزارت له خوا دغویي په ۱۲مه، پژواک اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې طالبانو تېره شپه د لوګر ولایت په بره کي برک ولسوالۍ کې د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو پر پوستو برید وکړ.
سرچینې زیاته کړې، افغان ځواکونو د فعالې دفاع په چوکاټ کې، برید دفع کړ چې په پایله کې ۱۵ طالبان ووژل شول، ۶ تنه یې ټپیان شول او زیاته اندازه وسلې او مهمات يې ویجاړې شوي.
د ملي دفاع وزارت وایي چې په دې نښته کې د ملي اردو څلور سرتېري وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.
بلخوا د میدان وردګو ولایت مقام له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورځ وسله والو طالبانو د ميدان وردګو ولايت د سيدآباد ولسوالۍ اړوند د شيخآباد او د نرخ ولسوالۍ د دوراني په سيمو کې د ملي امنيتي ځواکونو پر پوستو د بريد پلان درلود.
سرچینې زیاته کړې، په يادو سيمو کې مېشت ملي امنيتي ځواکونو د دوی پر پلان له خبرېدو سره سم د فعال دفاعي حالت پر بنسټ د توپچي ځواکونو په مرسته د دوی د بريدونو د پلان د عملي کېدو څخه مخنيوی وکړ.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د جګړې په پایله کې د يو تن سرګروپ عبدالباسط په ګډون اووه وسله وال ترهګر ووژل شول او درې نور يې ټپيان شول.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې په لوګر کې ۱۰ طالبان او ۱۴ سرتېري وژل شوي دي.
login or register a new account.