ژبه

خلیلزاد: افغان حکومت او طالبان دې د اورکم لپاره هڅې ګړندۍ کړي

کابل (پژواک، ۱۳ غویی ۹۹) : د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یو ځل بیا پر افغان حکومت او طالبانو غږ کړی چې د بندیانو د خوشې کولو پروسه چټکه او د اورکم لپاره هڅې ګړندۍ کړي. 

نوموړي دغه څرګندونې د غويي په ‍۱۳مه، په ټویټر کې د ملکي تلفاتو په اړه د یوناما د وروستي راپور په غبرګون کې کړې دي.

د یوناما په راپور کې راغلي و، چې په تېرودرېیو میاشتو کې ۵۵۰ ملکي افغانان وژل شوي او شاوخوا ۱۲۰۰ نور ټپیان شوي دي.

خلیلزاد ویلي، د روان زیږدیز کال د فبرورۍ په وروستیو کې د اورکم د رامنځته شوې لړۍ له امله دملکي وګړو مرګ ژوبله دتېرکال دهمدې مودې په پرتله ۲۹ سلنه لږه وه، او له۲۰۱۲ کال راهیسې د کال د لومړۍ ربعې ترټولو ټیټه شمېره وه.

هغه زیاته کړې، طالبان او حکومت دواړه بايد د بندیانو خوشې کولو او د اورکم لپاره هڅې ګړندۍ کړي، چې دا د بين الافغاني مذاکراتو او هراړخيز او تلپاتي اوربند لپاره تر ټولو ګړندۍ لار ده.

د خلیلزاد په وینا، په دغو کارونو کې ځنډ او د افغانانو خپلمنځي جګړې کې د ډېرو ملکي خلکو پر زیانونو تمامیږي .

نوموړي ویلي چې د خپلمنځي جګړو پر ځای باید ټول تمرکز د کرونا پر ضد مبارزې باندې وشي.

login or register a new account.