ابل (پژواک، ۱۳ غویی ۹۹): کابینې په کابل او ټولو لویو ښارونو کې د روژې تر پایه د کووید ۱۹ ناروغۍ له امله په تګ راتګ د محدودیتونو غځولو پرېکړه وکړه.
د ولسمشرۍ ماڼې په خبرپاڼه کې راغلي چې د کابینې غونډه نن د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ جوړه شوه.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د کابینې غونډې د روژې میاشتې تر پایه په تګ راتګ د محدودیتونو غځول؛ له کابل څخه ولایتونو او برعکس د الوتنو ودرول؛ هممهاله د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د مرستو وېش؛ د ۱۳۹۹ مالي کال ملي بودجه کې د تعدیلاتو تائید او کویډ ۱۹ ویروس سره د مبارزې لپاره د عامې روغتیا وزارت د بشري منابعو د ګومارنې د پلان او لارښود دتصویب پریکړې وکړې.
افغانستان کې تر اوسه ۲۴۶۹ تنه په کووید ۱۹ ناروغۍ اخته شوي او له دې ډلې ۶۸ تنه مړه شوي او ۳۳۱ نور روغ شوي دي. دغه شمېرې ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې دي.
د خبرپاڼې له مخې د کابینې په نننۍ غونډه کې په وروستیو دوو ورځو کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو زیاتوالي ته په اشارې؛ اړوندو چاروکیو، والیانو او ښاروالانو ته لارښوونه وشوه چې د اړینو موادو، بشري مرستو او د نانوایانو له لوري د ډوډۍ وېش غوره مدیریت ته جدي پاملرنه او لازمه همغږي وکړي
دغه راز سرچینه لیکي چې کابینې د مصنوعي تنفس یا (Ventilator) ماشین جوړولو لپاره د کابل طبي علومو پوهنتون د «کمیونیټي کالج» د نوښت هرکلی وکړ او د دغه کالج غړو ته یې د ستاینلیک ورکړه تصویب کړه.
په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني له کرونا ویروس سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ، کارکوونکو د شپه او ورځ خدمتونو مننه وکړه او د یاد وزارت رهبرۍ ته یې لارښوونه وکړه چې د دې وزارت د هغه پرسونل درملنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي چې په دې ویروس اخته شوي دي.
سرچینې زیاته کړې چې په دې غونډه کې د جمهوري ریاست لومړي مرستیال او د ملي امنیت سلاکار ته دنده سپارل شوې چې د هېواد د امنیتی او دفاعي ځواکونو معیشتي چارې وارزوي او د هغوی د اړتیا وړ او مناسبې کالورۍ دتامین په برخه کې هر اړخیز اقدامات وکړي.
login or register a new account.