کابل (پژواک، ۱۴ غویی ۹۹) : د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د ولسمشرۍ ماڼۍ په ګډون دوه لوړي پوړي دولتي پلاوي د ایران له خوا سیند ته دافغانانو د غورځولو موضوع څېړي.
د راپورونو له مخې، ایراني سرحدي ځواکونو هغه ۵۰ تنه افغانان چې دغه هېواد ته د مزدورۍ لپاره تلل، په سرحد کې سیند ته غورځولي چې یو شمېر یې ژوندي راوتلي، د ځینو جسدونه ترلاسه شوي او نور یې نادرکه دي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد د غویي په ۱۴مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې له دې موضوع څخه له خبرېدو سره سم د افغانستان حکومت یې په اړه څېړنې پیل کړې دي.
هغه زیاته کړه، د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا په خپله ولسمشر دا موضوع څاري او د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال په مشرۍ یوه پلاوي هم په دې اړه پلټنې پیل کړې دي.
هېواد وایي چې د پلټنو له بشپړېدو سره سم به یې جزییات له خلکو سره شریک شي.
پرون د بهرنیو چارو وزارت سرپرست حنیف اتمر ددې پېښې د غندلو ترڅنګ ویلي و، چې د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال په مشرۍ یوه پلاوي ته یې دنده سپارلې څو دا موضوع وڅېړي.
بلخوا وسله والو طالبانو هم پر دې کار خواشیني څرګنده کړې او له ایران څخه یې غوښتي چې ددې موضوع سمه پلتڼه وکړي.
ایران تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
login or register a new account.