کابل (پژواک، ۱۴ غویی ۹۹) : د افغانستان حکومت اعلان کړی چې د طالبانو ۹۸ نور بندیان یې خوشې کړې دي.
د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل د غویي په ۱۴مه، پژواک اژانس ته وویل چې د طالب بندیانو د خوشې کلو لړۍ د ولسمشر محمد اشرف غني د ۱۳۹۸ کال د کب میاشتې د ۲۰ نېټې له فرمان سره سم، د سولې پروسې او له کرونا وایروس سره د ښې مبارزې په موخه دهغوی روغتیايي وضعیت، عمر او د بند پاتې مودې ته په کتو سره دوام لري.
هغه زیاته کړه، په دې لړ کې تېر ماښام ۹۸ نور طالب بندیان د څرخي پله له زندان نه خوشې شول.
فیصل وایي، د دغو بندیانو په خوشې کېدو سره د خوشې شویو بندیانو شمېر ۶۵۰ تنو ورسېد. افغان حکومت به د ۸۵۰ تنو نورو طالب بندیانو خوشې کولو ته د ذکر شویو مواردو په رعایت سره دوام ورکړي.
ده زیاته کړه، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ژمن دی چې له طالبانو سره په مذاکراتو کې، دایمي اوربند او تلپاتې سولې ته د رسېدو په موخه لاره هواره وساتي.
د یادونې ده چې تر اوسه دافغانستان حکومت دطالبانو ۶۵۰ بندیان او طالبانو د حکومت ۱۱۲ بندیان خوشې کړي دي.
د بندیانو د خوشې کولو لړۍ د تېرې میاشتې د وري له پنځلسمې نېټې پیل شوې ده.
د یادونې ده، چې د ۱۳۹۸ لمریز کال د کب په ۱۰مه، په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د لاسلیک شوي تړون له مخې باید دطالبانو ۵۰۰۰ بندیان او د افغان حکومت ۱۰۰۰ بندیان خوشې شوي وای.
ولسمشر اشرف غني لومړی د بندیانو له خوشې کولو انکار وکړ او ویې ویل چې له امریکا سره یې په دې اړه کومه ژمنه نه ده کړې، خو وروسته یې د یوه زماني مودې په ترڅ کې په مشروط ډول د بندیانو د خوشې کولو فرمان ورکړ.
د بندیانو پر خوشې کولو د طالبانو او حکومت ترمنځ لومړی د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وشوې او وروسته د طالبانو یو درې کسیز تخنیکي پلاوی کابل ته راغلی و.
login or register a new account.