ژبه

د امریکا دفاع وزیر: طالبانو د قطر له تړونه وروسته پر موږ بریدونه نه دي کړي

کابل (پژواک، ۱۶ غویی ۹۹) : د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر وايي، په افغانستان کې د سولې بهیر لکه څنګه چې تمه یې کېدله هغسې چټک پرمخ نه ځي او پر طالبانو یې نیوکه کړې چې په دغه جګړه ځپلې هېواد کې د تاوتریخوالي په کمېدو کې پاتې راغلي دي.

نوموړي پرون د امریکا د بروکلین په انسیتیتوت کې یوې غونډې ته په وینا کې ویلي:" د افغان سولې پروسه له ټاکلي پلان څخه شاته پاتې ده ".

هغه زیاته کړې: "موږ دواړو غاړو سره په دې خبرې کوو چې هغوی ته څه کول په کار دي چې هوکړه لیک په بشپړ ډول پلی شي".

تمه وه چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د ۱۳۹۸ لمریز کال د کب په ۱۰مه، د سولې لاسلیک شوی هوکړه لیک به بین الافغاني خبرو ته لار پرانیزي او په دې ډول به په افغانستان کې ۱۸ کلنه جګړه پای ته ورسوي، خو تر اوسه بین الافغاني مذاکرات نه دي پیل شوي.

د امریکا ددفاع وزیر وایي, د بین الافغاني خبرو دا بهیر ځنډېدلی چې په وینا یې د ولسمشر اشرف غني او پخواني اجراییوي رییس عبدالله عبدالله سیاسي اختلافات ادامه لري.

د هغه په وینا، په داسې حال کې چې طالبانو پر نړیوالو ځواکونو د برید د نه ترسره کولو خپله ژمنه ساتلې ده، دغې ډلې پر افغان ځواکونو خپل بریدونه زیات کړي دي.

ده ویلي : " افغانستان کې په تاوتریخوالي کې کموالی نشته، خو طالبانو پر موږ او لویو ښارونو بریدونه نه دي کړي ".

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جناتن هوفمین د تېرې جمعې په ورځ ویلي و:" د طالبانو له خوا زیات بریدونه په هیڅ ډول د دیپلوماټیک هواري لپاره رغوونکي او د منلو نه دي".

login or register a new account.